Return to Video

د افغانو جینکو د باسواده کولو جرئت

  • 0:01 - 0:02
    زه چي يوولس کلنه وم،
  • 0:02 - 0:07
    زما په یاد دي چې یوه ورځ پخپل کور کې
    د خوشالۍ پر غږونو را و ویښه شوم.
  • 0:07 - 0:09
    زما پلار د بي بي سي خبرونه اورېدل
  • 0:09 - 0:14
    له خپلې وړوکې، خړې رېډيو څخه
  • 0:14 - 0:16
    د هغه په مخ پراخه موسکا وه
    چې هغه وختونو کې یوه غېرمعمولي خبره وه،
  • 0:16 - 0:20
    ځکه چې خبرونو به هغه اکثره وخت خپه کاوه.
  • 0:20 - 0:25
    "طالبان لاړل." زما پلار په چيغه ووېل.
  • 0:25 - 0:28
    زه د دې خبرې په مانا نه پوهېدم،
  • 0:28 - 0:33
    خو ما لیدل چې پلار مې ډېر زیات خوشاله و.
  • 0:33 - 0:42
    هغه وويل: "ته اوس سم ښوونځي ته تللاى شې."
  • 0:42 - 0:47
    هغه سهار به مې کله هم هېر نه شي.
  • 0:47 - 0:52
    سم ښوونځي.
  • 0:52 - 0:55
    زه شپږکلنه وم، چې طالبانو افغانستان ونیو
  • 0:55 - 0:59
    او د جینکو تعلیم يې غېرقانوني وګرځاوه
  • 0:59 - 1:02
    نو تر راتلونکو پينځو کالونو پورې به
    زه د هلکانو په جامو کې
  • 1:02 - 1:04
    له خپلې مشرې خور سره،
    چې هغې ته اوس د کور نه د وتلو اجازه نه وه،
  • 1:04 - 1:10
    یوه پټ ښوونځي ته تلم.
  • 1:10 - 1:14
    يواځې همدا طریقه وه
    چې موږ زدکړې ترلاسه کولاى شوې.
  • 1:14 - 1:17
    موږ به هره ورځ په یوه بله لاره تللو
  • 1:17 - 1:22
    چې څوک شک ونه کړي چې موږ چېرې تللو.
  • 1:22 - 1:24
    موږ به خپل کتابونه د سودا په کڅوړو کې پټول
  • 1:24 - 1:30
    نو داسې به ښکارېده
    چي ګواکې موږ د سودا لپاره روانې یو.
  • 1:30 - 1:32
    ښوونځی په یوه کور کې و،
  • 1:32 - 1:38
    شاوخوا سل جينکۍ به په یوې کوټې ورننوتې وو.
  • 1:38 - 1:44
    په ژمي به هغه ځای تود و
    خو په اوړي به ډېر زیات ګرم و.
  • 1:44 - 1:46
    موږ ټول پوهېدو چې خپل ژوند مو په خطر کې اچولى
  • 1:46 - 1:51
    که استاذان وو، که زده کوونکې او که ميندې پلرونه وو.
  • 1:51 - 1:53
    وخت په وخت به مو ښوونځى
    ناڅاپه تر یوې اوونۍ بند کړل شو
  • 1:53 - 1:57
    ځکه چې طالبان پرې شکمن شوي وو.
  • 1:57 - 2:00
    موږ به تل حيرانې وو چې دوى په موږ څه خبر شول.
  • 2:00 - 2:03
    آیا دوى موږ تعقیبوي؟
  • 2:03 - 2:06
    آیا دوى خبر دي چې موږ چېرې اوسېږو؟
  • 2:06 - 2:09
    موږ به وېرېدلو
  • 2:09 - 2:16
    خو بیا هم ښوونځی هملته و، چې موږ ورتلل غوښتل.
  • 2:16 - 2:20
    زه بختوره يم چي په داسې کورنۍ کې لويه شوې یم
  • 2:20 - 2:26
    چې د تعلیم قدر پکې کېده او لوڼه پکې نازول کېدې.
  • 2:26 - 2:31
    زما نیکه د خپل وخت یو غيرعادي سړی و.
  • 2:31 - 2:34
    هغه د افغانستان د یوه لرې ولایت
    یو بیخي بېکسه سړى و
  • 2:34 - 2:38
    هغه به ټینګار کاوه چې د هغه لور، زما مور
  • 2:38 - 2:44
    بايد ښوونځي ته ځي، ځکه هغه خپل پلار
    له ځانه پردى کړی و.
  • 2:44 - 2:48
    خو زما تعلیم یافته مور ښوونکې شوه
  • 2:48 - 2:51
    وګورئ! هاغه ده
  • 2:51 - 2:54
    هغه دوه کاله مخکې تقاعد (ریټایر) شوه
  • 2:54 - 2:59
    يواځې د دې لپاره چې زموږ کور
    د ګاونډ د جینکو او ښځو لپاره په ښوونځي بدل کړي
  • 2:59 - 3:03
    او زما پلار – ګورئ دغه دى
  • 3:03 - 3:10
    هغه پخپله کورنۍ کې لومړی کس و
    چې زدکړې يې کړې وې
  • 3:10 - 3:12
    دا خبره یقیني وه چې د هغه بچیان به
  • 3:12 - 3:17
    تعلیمونه کوي، د لوڼو په ګډون
  • 3:17 - 3:22
    برسېره پر دې چي طالبان وو او خطرونه وو
  • 3:22 - 3:30
    هغه خپلو بچو ته په تعلیم نه ورکولو کې
    زیات خطرونه ليدل
  • 3:30 - 3:33
    د طالبانو په وخت کې، زما په یاد دي
  • 3:33 - 3:38
    زه به کله کله له ژونده ډېره ناهيلې شوم
  • 3:38 - 3:42
    او زه به تل ډېره وېرېدم او ما خپل راتلونکى نه لیده
  • 3:42 - 3:45
    ما به غوښتل چي ښوونځی پرېږدم
  • 3:45 - 3:49
    خو، زما پلار
  • 3:49 - 3:51
    هغه به ويل
  • 3:51 - 3:53
    - واوره، زما لورکۍ
  • 3:53 - 3:56
    تا نه د ژوند هر یو څیز ورکېدای شي.
  • 3:56 - 4:01
    ستا پېسې غلا کېداى شي. چې جنګ شي نو
    کور پرېښودو ته مجبوره کېداى شې
  • 4:01 - 4:03
    خو هغه یو څیز چې تل به له تا سره وي
  • 4:03 - 4:07
    هغه دلته دی
  • 4:07 - 4:12
    او که د ستا د ښوونځي د فیس ورکولو لپاره
    موږ د خپلې وینې خرڅولو ته هم اړ شو
  • 4:12 - 4:15
    موږ به يې خرڅه کړو
  • 4:15 - 4:20
    نو اوس هم ته نه غواړې تعلیم ته دوام ورکړې؟
  • 4:20 - 4:23
    نن زه دوه ويشت کلنه يم
  • 4:23 - 4:26
    زه په یوه داسې هېواد کې را لویه شوې یم
  • 4:26 - 4:29
    چې د لسیزو اوږدو جګړو تباه کړی دی
  • 4:29 - 4:34
    زما په همځولو کې تر شپږ فيصده کمې جینکۍ
    تر عالي لیسې وړاندې نه دي تللې
  • 4:34 - 4:37
    او که زما کورنۍ پر تعلیم کلکه نه واى درېدلې
  • 4:37 - 4:39
    زه به اوس د هغوى په شان وم
  • 4:39 - 4:45
    خو برعکس، زه دلته د ميډلبري کالج
    د فارغې په توګه په ویاړ ولاړه یم
  • 4:45 - 4:55
    (د ستاينې چکچکې)
  • 4:55 - 4:58
    زه چې افغانستان ته ستنه شوم
  • 4:58 - 5:02
    زما نیکه، هغه سړی چې د خپلو لوڼو د تعلیم يافته کولو
    په جرم له خپل کوره شړل شوی و
  • 5:02 - 5:06
    لومړى کس و، چې ما ته يې مبارکي وويله
  • 5:06 - 5:08
    هغه نه یواځې زما د کالج ډګري په وياړ وستايله
  • 5:08 - 5:10
    بلکې دا هم چې زه لومړۍ جینۍ وم
    چې داسې ډګري مي اخيستې
  • 5:10 - 5:12
    او دا هم چې زه لومړۍ جینۍ یم چې
  • 5:12 - 5:16
    هغه مي د کابل په کوڅو کې
    په موټر کې وګرځاوه، چې ما چلاوه
  • 5:16 - 5:21
    (د ستاينې چکچې)
  • 5:21 - 5:24
    زما کورنۍ پر ما باور لري
  • 5:24 - 5:29
    زه لوی خوبونه وینم، خو زما کورنۍ
    زما لپاره تر ما هم ستر خوبونه ویني
  • 5:29 - 5:33
    ځکه خو د ۱۰×۱۰ لپاره نړېواله سفیره یم
  • 5:33 - 5:36
    چې د ښځو د تعلیم لپاره نړېواله مبارزه ده
  • 5:36 - 5:38
    ځکه خو ما د (سولې) بنسټ کښېښود
  • 5:38 - 5:41
    چې په افغانستان کې لومړنى او شاید یواځینى
    د جینکو ښوونځی دی
  • 5:41 - 5:43
    چې استوګنځای هم لري
  • 5:43 - 5:48
    په داسې يوه هېواد کې چې اوس هم
    د جینکو د زدکړو لپاره خوندي نه دی
  • 5:48 - 5:52
    ډېره خوشالوونکې خبره دا ده چې زه
    پخپل ښوونځي کې داسې زده کوونکې وینم
  • 5:52 - 5:58
    چې په ډېر همت سره له هرې موقعې ګټه اخلي
  • 5:58 - 6:01
    او زه د هغوى ميندې پلرونه وینم
  • 6:01 - 6:05
    په خاصه توګه پلرونه، چې زما د پلار په شان
  • 6:05 - 6:14
    پر سختو مخالفتونو برسېره، د خپلو لوڼو ملاتړ کوي
  • 6:14 - 6:17
    د مثال په توګه احمد: دا د هغه اصل نوم نه دی
  • 6:17 - 6:19
    او زه نه شم کولای د هغه څېره تاسو ته وښيم
  • 6:19 - 6:23
    خو احمد زما د يوې شاګردې پلار دی
  • 6:23 - 6:27
    تر یوې میاشتې کم وخت مخکې، دوى
  • 6:27 - 6:30
    له (سوله) ښوونځي خپل کلي ته روان وو
  • 6:30 - 6:37
    او د سړک پر غاړه له ښخ شوي بم نه
  • 6:37 - 6:42
    یو څو مينټه لرې وو، چې هغه و چاودېد
  • 6:42 - 6:45
    احمد چي کور ته ورسېد، ټيليفون ورته راغی
  • 6:45 - 6:48
    يو کس غږېده، چې هغه ته يې اخطار ورکاوه
  • 6:48 - 6:51
    چې که خپله لور يې بیا ښوونځي ته واستوله
  • 6:51 - 6:54
    نو دوى به بل برید پرې وکړي
  • 6:54 - 6:58
    هغه ورته وويل: "که غواړې، اوس مې و وژنه
  • 6:58 - 7:02
    خو زه د خپلې لور راتلونکى نه شم خرابولاى
  • 7:02 - 7:06
    ستاسو په زړو او تيارو فکرونو
  • 7:06 - 7:09
    د افغانستان په اړه چي زه پوهه شوې یم
    هغه څه دي چي
  • 7:09 - 7:12
    په غرب کې اکثر له پامه غورځول کیږي
  • 7:12 - 7:16
    په موږ کې اکثره جینکۍ چې بریالۍ شوې
    دا د پلرونو برکت دي
  • 7:16 - 7:23
    ځکه پلرونه دا مني، چي لوڼې هم قدر لري
  • 7:23 - 7:28
    او د هغوي بریا خپله بریا ګڼي
  • 7:28 - 7:31
    زه دا نه وايم چې زموږ ميندې
    زموږ په بریا کې هېڅ رول نه لري
  • 7:31 - 7:36
    په حقیقت، اکثر ميندې وي چې د لور د ځلانده اینده لپاره
  • 7:36 - 7:39
    لومړۍ خبره وړاندې کوي او په نورو يې مني
  • 7:39 - 7:43
    خو د افغانستان په شان يوه ټولنه کې
  • 7:43 - 7:46
    موږ بايد د سړيو ملاتړ و لرو
  • 7:46 - 7:50
    د طالبانو په حکومت کې
    ښوونځو ته د تلونکو جینکو شمېر
  • 7:50 - 7:52
    په سلګونو وو
  • 7:52 - 7:54
    په یاد ولرئ، د جینکو زدکړې غيرقانوني وې
  • 7:54 - 7:59
    خو نن، په افغانستان کې تر درې میلیونه زیاتې
    جینکۍ په ښوونځیو کې دي
  • 7:59 - 8:07
    (چکچکې)
  • 8:07 - 8:13
    افغانستان دلته له امریکې ډېر بل ډول ښکاري
  • 8:13 - 8:18
    زه اورم، امریکایان دا بدلونونه کلک نه ګڼي
  • 8:18 - 8:21
    زه وېرېږم چې دا بدلونونه به
    د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته
  • 8:21 - 8:25
    زیات وخت دوام و نه لري
  • 8:25 - 8:29
    خو کله چې زه بيرته افغانستان ته لاړه شم
  • 8:29 - 8:34
    کله چي د خپل ښوونځي زده کوونکې ووینم
  • 8:34 - 8:36
    او د هغوى ميندې پلرونه چې د هغوى ملاتړ کوي
  • 8:36 - 8:41
    هغوى ته حوصله ورکوي، نو يو هيله من سباوون
  • 8:41 - 8:44
    او دوام لرونکي بدلونونه وینم
  • 8:44 - 8:53
    زما لپاره افغانستان له هیلو او
    لامحدوده امکاناتو ډک هېواد دی
  • 8:53 - 8:56
    او هره ورځ
  • 8:56 - 8:59
    د (سوله) ښوونځي جینکۍ ما ته دا خبره کوي
  • 8:59 - 9:03
    چې زما غوندې هغوى هم لوی خوبونه ویني
  • 9:03 - 9:04
    مننه.
  • 9:04 - 9:15
    (د ستاينې چکچکې)
Title:
د افغانو جینکو د باسواده کولو جرئت
Speaker:
شبانه بسيج راسخ
Description:

د داسې یوه هېواد په اړه تصور وکړئ، چې حینکۍ پکې ښوونځیو ته په غلا ځي او که پر زدکړو ونیول شي نو له خطرناکو پایلو سره مخامخیږي. دا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان و او د هغه خطرناک وخت اثار اوس هم شته. دوه ويشت (٢٢) کلنه شبانه بسیج راسخ په افغانستان کې د جینکو یو ښوونځی چلوي. هغه په دې ډېره خوشالېږي، چي یوه کورنۍ د خپلو لوڼو په اړه د پرېکړې توان لري او پر هغوى باور کوي او د یوه داسې زړور پلار کیسه هم کوي چې څنګه د سيمې د ګواښونو په وړاندې کلک و درېد.

more » « less
Video Language:
English
Team:
closed TED
Project:
TEDTalks
Duration:
09:36
TED Translators admin approved Pashto subtitles for Dare to educate Afghan girls
TED Translators admin accepted Pashto subtitles for Dare to educate Afghan girls
Amaranta Heredia Jaén edited Pashto subtitles for Dare to educate Afghan girls
Amaranta Heredia Jaén edited Pashto subtitles for Dare to educate Afghan girls
Amaranta Heredia Jaén edited Pashto subtitles for Dare to educate Afghan girls
Amaranta Heredia Jaén approved Pashto subtitles for Dare to educate Afghan girls
Amaranta Heredia Jaén rejected Pashto subtitles for Dare to educate Afghan girls
Karim Barakwal edited Pashto subtitles for Dare to educate Afghan girls
Show all

Pashto subtitles

Revisions