1 00:00:09,632 --> 00:00:19,265 په ډېرو نرواکو او قبايلي ټولنو کې 2 00:00:19,265 --> 00:00:21,962 پلرونه معمولاً په زامنو پېژندل کېږي 3 00:00:24,347 --> 00:00:26,732 خو زه يو له هغو څو پلرونو يم 4 00:00:25,972 --> 00:00:27,088 چي د خپلې لور په نامه پېژندل کېږي 5 00:00:27,088 --> 00:00:30,088 او زه په دې وياړم 6 00:00:30,088 --> 00:00:34,132 (چـــــکچــــکــــې) 7 00:00:36,351 --> 00:00:39,839 ملالې د تعليم لپاره مبارزه پيل کړه 8 00:00:39,435 --> 00:00:42,001 او په ٢٠٠٧م کې د خپل حق لپاره را پاڅېده 9 00:00:44,567 --> 00:00:47,135 او چي هڅې يې په ٢٠١١م کال کې وستايل شوې 10 00:00:45,098 --> 00:00:49,998 او د سولې قومي ايوارډ ورکړل شو 11 00:00:49,689 --> 00:00:52,992 او په خپل هېواد کې د ډېرې کم عمره 12 00:00:52,992 --> 00:00:55,992 نجلۍ په توګه و پېژندل شوه 13 00:00:55,992 --> 00:00:58,959 تر هغه مخکې دا زما لور وه 14 00:00:58,768 --> 00:01:01,535 خو اوس زه د دې پلار يم 15 00:01:02,744 --> 00:01:04,104 ښاغليو آغليو! 16 00:01:04,104 --> 00:01:07,104 که موږ انساني تاريخ و ګورو 17 00:01:07,104 --> 00:01:08,104 د ښځې داستان 18 00:01:07,918 --> 00:01:13,718 د ښځې داستان د ستم او تېري 19 00:01:13,849 --> 00:01:16,144 د نابرابرۍ 20 00:01:16,144 --> 00:01:19,144 تشدد او محروميت داستان دى 21 00:01:19,144 --> 00:01:22,765 تاسې و ګورئ! 22 00:01:22,765 --> 00:01:26,386 په نرواکو ټولنو کې 23 00:01:26,386 --> 00:01:30,008 بنسټيزو حقونو ته پام وکړئ 24 00:01:29,367 --> 00:01:32,767 کله چي يوه نجلۍ و زېږي 25 00:01:31,810 --> 00:01:36,710 پر زېږېدو يې خوشالي نه کېږي 26 00:01:36,671 --> 00:01:39,571 نړۍ ته د راتګ هرکلى يې نه کېږي 27 00:01:38,390 --> 00:01:42,557 نه د پلار او نه هم د مور له خوا 28 00:01:41,386 --> 00:01:43,779 څنګلوري راځي 29 00:01:43,779 --> 00:01:46,779 له مور سره خواخوږي کوي 30 00:01:46,779 --> 00:01:50,012 او پلار ته هيڅوک هم مبارکي نه ورکوي 31 00:01:50,563 --> 00:01:55,830 او مور يې ځان ډېر ناارامه ګڼي 32 00:01:55,820 --> 00:01:59,587 چي ګواکې لور يې زېږولې ده 33 00:02:00,246 --> 00:02:03,570 کله يې چي لومړى اولاد نجلۍ وي 34 00:02:03,570 --> 00:02:06,570 لور و زېږوي، نو غمجنه شي 35 00:02:06,570 --> 00:02:10,836 کله چي دويمه هم لور و زېږوي 36 00:02:10,650 --> 00:02:13,150 نو ټکان و خوري 37 00:02:12,598 --> 00:02:16,398 او چي د زوى په هيله يې 38 00:02:16,107 --> 00:02:19,874 دريمه لور و زېږي 39 00:02:18,937 --> 00:02:23,237 نو ځان د مجرمې غوندې ګناهګاره ګڼي 40 00:02:25,027 --> 00:02:28,127 نه يواځې يې مور ستونځې ګالي 41 00:02:27,458 --> 00:02:31,858 لور يې هم، زېږولې لور يې هم 42 00:02:31,760 --> 00:02:32,760 چي لويه شي 43 00:02:32,760 --> 00:02:34,503 ستونځې ګالي 44 00:02:34,503 --> 00:02:37,697 چي لا پينځه کلنه وي 45 00:02:37,018 --> 00:02:40,085 او بايد ښوونځي ته لاړه شي 46 00:02:39,832 --> 00:02:42,132 دا په کور کې ناسته وي 47 00:02:41,720 --> 00:02:45,553 او وروڼه يې په ښوونځي کې داخل شي 48 00:02:45,246 --> 00:02:48,487 تر دوولس کلنۍ يې لا ژوند 49 00:02:48,487 --> 00:02:51,487 ښه وي 50 00:02:51,487 --> 00:02:52,487 شوخي کولاى ش 51 00:02:52,487 --> 00:02:55,077 له خوندکيو سره 52 00:02:55,077 --> 00:02:57,577 په کوڅو کې شاوخوا ګرځېداى شي 53 00:02:56,250 --> 00:03:00,983 لکه پتنګ 54 00:03:01,072 --> 00:03:05,372 خو چي پېغلتوب يې پيل شي 55 00:03:04,993 --> 00:03:07,726 چي کله دا ديارلس کلنه شي 56 00:03:07,311 --> 00:03:10,144 نو له نارينه محافظ پرته يې 57 00:03:10,603 --> 00:03:14,536 له کوره پر وتلو بنديز و لګېږي 58 00:03:14,513 --> 00:03:19,613 د کور په څلورو دېوالونو کې بندۍ شي 59 00:03:19,591 --> 00:03:24,958 دا نوره يوه ازاده انسانه نه وي 60 00:03:24,887 --> 00:03:33,220 دا د خپل پلار، ورور او کورنۍ تش په نامه پت او عزت وګرځي 61 00:03:32,602 --> 00:03:40,269 او که دا له دې تش په نامه عزته سرغړونه وکړي 62 00:03:39,846 --> 00:03:43,213 نو حتى وژل کېداى هم شي 63 00:03:43,183 --> 00:03:49,750 او دا هم ډېره جالبه ده چي دا تش په نامه پت 64 00:03:49,743 --> 00:03:53,643 نه يواځې د نجلۍ ژوند اغېزمنوي 65 00:03:53,622 --> 00:03:59,089 د کورنۍ د نارينوو ژوند هم اغېزمنوي 66 00:03:59,725 --> 00:04:02,392 زه يوه کورنۍ پېژنم 67 00:04:02,559 --> 00:04:06,492 اووه خويندې دي، يو ورور يې دى 68 00:04:07,014 --> 00:04:12,181 او هغه يو ورور يې، د خليج هېوادونو مسافر دى 69 00:04:12,097 --> 00:04:16,863 د خپلو اوو خويندو، مور و پلار د ساتنې لپاره 70 00:04:17,009 --> 00:04:22,976 ځکه دى فکر کوي، چي دا به سپکاوى وي 71 00:04:23,409 --> 00:04:28,142 که يې اووه خويندې تعليم او هنر زده کړي او له کوره دباندې ووځي 72 00:04:27,951 --> 00:04:31,484 او ځان ته څه پيسې و ګټي 73 00:04:30,912 --> 00:04:37,712 نو دغه ورور د خپل ژوند خوند قربانوي 74 00:04:37,488 --> 00:04:40,821 او د خويندو خوشالي په اوبو لاهو کوي 75 00:04:40,162 --> 00:04:45,162 د تش په نامه پت او عزت د قربانۍ پر ډګر 76 00:04:44,091 --> 00:04:49,391 او د نرواکې ټولنې يو بل دود دى 77 00:04:48,894 --> 00:04:51,927 چي اطاعت او فرمانبرداري بلل کېږي 78 00:04:53,451 --> 00:04:58,884 يوه ښه نجلۍ هغه نجلۍ ګڼل کېږي 79 00:04:57,415 --> 00:05:01,815 چي ډېره پټخولې، ډېره عاجزه 80 00:05:01,778 --> 00:05:05,978 او ډېره د خبرې منونکې وي 81 00:05:05,514 --> 00:05:11,847 دا يو نرخ دى چي اصيله نجلۍ بايد ډېره پټخولې وي 82 00:05:11,873 --> 00:05:16,440 دا مجبوره وي چي پټه خوله و اوسي 83 00:05:14,361 --> 00:05:21,928 او د خپل پلار، مور او مشرانو پرېکړه ومني 84 00:05:21,593 --> 00:05:25,426 حتى که يې خوښه هم نه وي 85 00:05:25,233 --> 00:05:29,000 که دا داسې چاته ودېږي چي خوښ يې نه وي 86 00:05:28,413 --> 00:05:33,180 او که پر زاړه سړي ودېږي، بايد ويې مني 87 00:05:32,796 --> 00:05:37,596 ځکه دا نه غواړي چي سرغړوونکې وبلل شي 88 00:05:37,907 --> 00:05:41,240 که په کم عمرۍ ودېږي بايد ويې مني 89 00:05:41,077 --> 00:05:44,444 که نه وي سپين سترګې او نامنونکې به بلل کېږي 90 00:05:44,556 --> 00:05:47,056 او نتيجه يې څه وي؟ 91 00:05:47,137 --> 00:05:56,804 يوه شاعره وايي: نجلۍ ودېږي، مجبورېږي او بيا ډېر زامن او لوڼې راوړي 92 00:05:57,687 --> 00:06:00,587 او دا عجيبه د ملنډو يو حالت دى 93 00:06:00,371 --> 00:06:02,638 دغه مور خپلې لور ته هم 94 00:06:02,766 --> 00:06:04,699 د ځان غوندې د اطاعت درس ورکوي 95 00:06:06,850 --> 00:06:10,583 او زوى ته هم د غيرت همدغه درس ورکوي 96 00:06:10,695 --> 00:06:16,495 او د شومو ارمانونو دا پهيه روانه- روانه وي 97 00:06:15,319 --> 00:06:19,686 ښاغليو او آغليو! 98 00:06:19,628 --> 00:06:26,128 د ميلينونو مېرمنو دا بد حالت بدلېداى شي 99 00:06:26,055 --> 00:06:29,122 که موږ لږ بېل فکر وکړو 100 00:06:29,059 --> 00:06:32,592 که ښځه او نارينه لږ بېل فکر وکړي 101 00:06:32,207 --> 00:06:39,640 که نارينه او ښځه په نرواکو- قبايلي ټولنو کې په پرمختلونکيو هېوادونو کې 102 00:06:39,179 --> 00:06:45,946 که دوى د خپلې کورنۍ او ټولنې ځينې [تاواني] دودونه ماتولاى شي 103 00:06:45,798 --> 00:06:51,831 که دوى توپيري قوانين له منځه يوسي 104 00:06:51,548 --> 00:06:55,481 چي د دوى د هېوادونو د نظامونو برخه دي 105 00:06:54,680 --> 00:07:00,180 او د ښځو د اساسي حقونو خلاف دي 106 00:07:00,486 --> 00:07:03,319 ګرانو ورورڼو او خويندو! 107 00:07:03,303 --> 00:07:06,170 ملاله چي زېږېدلې وه 108 00:07:05,434 --> 00:07:13,134 په لومړي ځل ___ باور وکړئ له زړه وايم نوى زېږېدلى ماشوم مي نه خوښېږي 109 00:07:12,193 --> 00:07:14,893 هـــاهـــاهـــا 110 00:07:14,669 --> 00:07:18,236 خو زه چي ورغلم او د دې سترګې مي وليدې 111 00:07:17,814 --> 00:07:20,514 باور وکړئ 112 00:07:20,351 --> 00:07:24,318 ډېر زيات وياړ مي وکړ 113 00:07:23,331 --> 00:07:26,898 او د دې تر زوکړې ډېر مخکې 114 00:07:26,538 --> 00:07:29,438 ما د دې پر نامه فکر کاوه 115 00:07:29,355 --> 00:07:36,788 او زما زړه د افغانستان د ازادۍ د جګړې له اتلې سره تړلى وو 116 00:07:36,629 --> 00:07:41,829 چي د ميوند ملالۍ نومېدله 117 00:07:40,812 --> 00:07:45,479 او ما پر خپلې لور همدغه نوم کښېښوو 118 00:07:45,516 --> 00:07:50,849 د ملالې تر زېږېدو څو ورځې وروسته 119 00:07:50,650 --> 00:07:56,417 زما يو تربور زموږ کور ته راغى او دا هسې يو ناڅاپي خبره وه 120 00:07:55,991 --> 00:07:59,958 ده زموږ د ټبر شجره راوړه 121 00:07:59,860 --> 00:08:02,893 د يوسفزيو د ټبر شجره 122 00:08:02,757 --> 00:08:06,157 ما چي دغه شجره وکتله 123 00:08:06,085 --> 00:08:12,285 زموږ د تېرو درې سوه کلونو د پلرونو- نيکونو نومونه پکې ليکلي وو 124 00:08:11,266 --> 00:08:16,033 خو ما چي وکتل، ټول سړي وو 125 00:08:16,006 --> 00:08:19,239 ما خپل قلم را واخيست 126 00:08:18,680 --> 00:08:21,347 زما له نامه مي کرښه و ايستله 127 00:08:21,018 --> 00:08:25,318 او ومي ليکل: ملاله 128 00:08:25,693 --> 00:08:28,493 او کله چي دا لږ را لويه شوه 129 00:08:28,170 --> 00:08:31,837 چي لا د څلورنيمو کلونو وه 130 00:08:31,789 --> 00:08:35,789 نو ما پخپل ښوونځي کې داخله کړه 131 00:08:35,337 --> 00:08:40,870 تاسې به واياست چي ولې په ښوونځي کې د نجلۍ د داخلېدو ذکر کوم 132 00:08:40,472 --> 00:08:43,706 هو، دا يادونه زه بايد وکړم 133 00:08:43,035 --> 00:08:46,003 کېداى شي دا يو ساده رسمي کار وي 134 00:08:45,306 --> 00:08:49,573 په کينېډا، امريکا او ډېرو پرمختلليو وطنو کې 135 00:08:49,392 --> 00:08:52,825 خو په غريبو هېوادونو کې 136 00:08:52,561 --> 00:08:55,628 په نرواکو او قبايلي ټولنو کې 137 00:08:55,789 --> 00:08:59,722 دا د نجلۍ د ژوند يوه ډېره لويه پېښه ده 138 00:08:59,698 --> 00:09:02,831 په ښوونځي کې داخلېدل، مانا 139 00:09:02,736 --> 00:09:08,169 د نجلۍ خپل ځان او خپل نوم پېژندل 140 00:09:08,071 --> 00:09:16,238 په ښوونځي کې داخلېدل مانا دا د خوبونو او الهامونو نړۍ ته داخله شوه 141 00:09:16,259 --> 00:09:19,959 چي هلته دا له خپل استعداده کار اخيستلاى شي 142 00:09:19,523 --> 00:09:22,490 د خپل راتلونکي ژوند لپاره 143 00:09:21,984 --> 00:09:25,151 زما پينځه خويندې دي 144 00:09:25,087 --> 00:09:28,287 خو يوې هم ښوونځى نه دى ويلى 145 00:09:28,196 --> 00:09:32,396 تاسې به حيران ياست _ کله چي ما فارم ډکاوه 146 00:09:32,282 --> 00:09:37,815 دوې اوونۍ مخکې چي مي د کېنېډا د ويزې فارم ډکاوه 147 00:09:37,815 --> 00:09:41,548 او ما په فارم کې د خپلې کورنۍ برخه ډکوله 148 00:09:41,162 --> 00:09:48,429 ماته د خپلو ځينو خويندو نومونه نه را يادېدل 149 00:09:48,333 --> 00:09:58,800 ځکه چي ما کله هم د خپلو خويندو نومونه په ليکلې بڼه پر هيڅ کوم کاغذ نه وو ليدلي 150 00:09:59,208 --> 00:10:02,775 همدغه سبب وو، چي 151 00:10:02,808 --> 00:10:06,208 ما خپله لور قدرمنه راکړه 152 00:10:06,089 --> 00:10:12,589 څه چي زما پلار زما خويندو ته يانې خپلو لوڼو ته ور نه کړل 153 00:10:12,443 --> 00:10:16,476 زه فکر کوم، زه يې بايد ضرور بدل کړم 154 00:10:16,578 --> 00:10:23,178 ما به د خپلې لور استعداد او ځيرکتيا ستايل 155 00:10:23,291 --> 00:10:28,458 ما به دا هڅوله چي له ما سره کښېني چي زما ملګري به ماته راتلل 156 00:10:26,017 --> 00:10:28,150 ما هڅوله چي مختلفو غونډو ته راسره لاړه شي 157 00:10:27,799 --> 00:10:31,632 ما هڅوله چي مختلفو غونډو ته راسره لاړه شي 158 00:10:31,511 --> 00:10:37,444 او داسې ټول ارزښتونه، ما غوښتل چي د دې د شخصيت برخه شي 159 00:10:36,979 --> 00:10:40,879 او دا يواځې دا، يواځې ملاله نه وه 160 00:10:40,863 --> 00:10:48,296 ما دغه ټول غوره ارزښتونه، د خپل ښوونځي نجونو او هلکانو زده کوونکو ته هم ور و سپارل 161 00:10:48,128 --> 00:10:52,228 ما تعليم د ازادۍ لپاره و کاراوه 162 00:10:52,269 --> 00:11:00,636 ما خپلو نجونو شاګردانو ته درس ورکړ، چي د اطاعت او غلامۍ سبق هېر کړي 163 00:11:00,779 --> 00:11:04,712 ما خپلو هلکانو شاګردانو ته درس ورکړ 164 00:11:04,478 --> 00:11:11,311 چي د تش په نامه درواغجن پت سبق هېر کړي 165 00:11:12,327 --> 00:11:17,994 ګرانو وروڼو او خويندو! 166 00:11:18,504 --> 00:11:22,571 موږ د ښځو د لا نورو حقونو لپاره مبارزه کوله 167 00:11:22,009 --> 00:11:30,309 او موږ هڅه کوله چي په ټولنه کې د ښځې لپاره نور او نور ځاى پيدا کړو 168 00:11:30,265 --> 00:11:33,865 خو موږ له يوه نوي رجحان سره مخامخ شوو 169 00:11:33,073 --> 00:11:39,440 چي د انساني حقونو، خصوصاً د ښځو د حقونو لپاره مرګونى وو 170 00:11:39,269 --> 00:11:44,036 او هغه رجحان طالبانيت نومېږي 171 00:11:44,183 --> 00:11:50,316 مانا دا چي د ښځې د برخې اخيستو بشپړ مخنيوى 172 00:11:50,196 --> 00:11:56,229 په ټولو سياسي، اقتصادي او ټولنيزو چارو کې 173 00:11:56,193 --> 00:11:59,960 سلګونه ښوونځي په بمونو والوځول شول 174 00:11:59,901 --> 00:12:04,934 ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخنيوى وشو 175 00:12:05,654 --> 00:12:09,687 په ښځو په زوره چادرۍ واغوستل شوې 176 00:12:09,453 --> 00:12:12,853 او بازار ته پر تلو يې بنديز ولګېد 177 00:12:13,063 --> 00:12:15,663 موسيقاران پټه خوله کړاى شول 178 00:12:15,673 --> 00:12:18,206 نجونې په لښتو- په دُرو و وهل شوې 179 00:12:17,656 --> 00:12:20,856 او سندرغاړي و وژل شول 180 00:12:20,863 --> 00:12:25,663 ميلينونه خلک رنځېدل، خو ځينو ږغ اوچت کړ 181 00:12:25,930 --> 00:12:28,563 او دا ډېر ډاروونکى حالت وو 182 00:12:28,464 --> 00:12:33,764 چي شاوخوا ته داسې خلک وي 183 00:12:33,826 --> 00:12:42,026 چي خلک وژني، په دُرو يې وهي او ته د خپل حق خبره وکړې، دا ډېر ډاروونکى وخت وي 184 00:12:42,169 --> 00:12:50,636 ملاله په لس کلنۍ کې را پاڅېده او د تعليم د حق لپاره را پاڅېده 185 00:12:50,442 --> 00:12:55,542 دې د بي بي سي د بلاګ لپاره ډايري وليکله 186 00:12:55,467 --> 00:13:01,334 دې د نيويارک ټايمز په ډاکومينټريو کې پخپله خوښه برخه واخيسته 187 00:13:00,582 --> 00:13:05,515 او په هر ځاى کې چي امکان وو، خبره يې وکړه 188 00:13:05,697 --> 00:13:09,530 او د دې ږغ ډېر زورور ږغ وو 189 00:13:09,590 --> 00:13:15,957 لکه ازانګه په ټوله نړۍ کې خپره شوه 190 00:13:17,319 --> 00:13:23,052 ځکه نو طالبانو د دې مبارزه نه شواى زغملاى 191 00:13:22,979 --> 00:13:31,012 او پر ٩ نومبر ٢٠١٢م له نيژدې پر سر په ډزو و ويشتل شوه 192 00:13:31,005 --> 00:13:35,872 دا زما کورنۍ او ماته د محشر ورځ وه 193 00:13:35,894 --> 00:13:40,861 نړۍ راته په لويې تيارې خونې بدله شوه 194 00:13:41,081 --> 00:13:46,014 هغه وخت چي لور مي د مرګ او ژوند تر منځ وه 195 00:13:46,259 --> 00:13:50,159 زه د خپلې مېرمنې پر غوږ ور پرېوتم 196 00:13:50,635 --> 00:13:57,202 زما او ستا له لور سره چي څه وشول آيا دا زما ملامتيا نه ده؟ 197 00:13:56,403 --> 00:13:59,370 دې سمدستي راته وويل 198 00:13:59,987 --> 00:14:02,554 مهرباني وکه ته ولې ځان ملامتوې 199 00:14:02,126 --> 00:14:05,626 ته خو د ښه کار لپاره را پاڅېدې 200 00:14:05,695 --> 00:14:11,828 تا خو خپل ژوند له ريښتيا، امن او تعليم سره پيوند کړ 201 00:14:11,918 --> 00:14:16,385 او لور دي له تا الهام واخيست، ستا ملګرې شوه 202 00:14:16,695 --> 00:14:21,228 ستاسې دواړو لاره سمه وه او خداى به دا و ژغوري 203 00:14:21,138 --> 00:14:24,905 دغو څو توريو ماته ډېره مانا لرله 204 00:14:25,100 --> 00:14:28,267 او دا پوښتنه مي بيا ترې ونه کړه 205 00:14:29,070 --> 00:14:32,870 ملاله چي په روغتون کې وه 206 00:14:32,793 --> 00:14:36,460 او دا په شديد درد اخته وه 207 00:14:36,712 --> 00:14:39,212 سر يې شديد دردونه کول 208 00:14:39,101 --> 00:14:42,401 ځکه چي د مخ رګونه يې غوڅ وو 209 00:14:42,695 --> 00:14:48,362 ما ليدل د مېرمنې پر مخ مي تور سيورى خپور وو 210 00:14:50,073 --> 00:14:52,673 خـو 211 00:14:51,498 --> 00:14:55,831 لور مي هيڅ شکايت ونه کړ 212 00:14:56,336 --> 00:14:58,036 دې موږ ته ويل، چي 213 00:14:57,972 --> 00:15:02,772 زه له دې کږې موسکا او بې حسې څېرې سره ښه يم 214 00:15:02,935 --> 00:15:05,402 زه به ښه شم ګورئ تاسې اندېښنه مه کوئ 215 00:15:05,301 --> 00:15:10,601 دا موږ ته يو ډاډ وه او موږ ته يې تسلي راکړه 216 00:15:12,353 --> 00:15:16,120 ګرانو وروڼو او خويندو! 217 00:15:16,384 --> 00:15:22,251 موږ له دې زده کړل، چي په سختۍ کې څوک څنګه بايد هيله من و اوسي 218 00:15:21,430 --> 00:15:25,263 خوشالېږم چي له تاسې سره دا خبره شريکوم 219 00:15:25,301 --> 00:15:33,701 ملاله، پرته له دې چي د ماشومانو او د ښځو د حقونو لپاره يو مثال ده 220 00:15:31,117 --> 00:15:33,650 دا د هرې شپاړس کلنې نجلۍ غوندې نجلۍ ده 221 00:15:34,139 --> 00:15:38,672 دا د هرې شپاړس کلنې نجلۍ غوندې نجلۍ ده 222 00:15:38,910 --> 00:15:44,710 دا ژاړي چي د کور کار يې نه وي کړى 223 00:15:44,715 --> 00:15:49,815 دا له خپلو وروڼو سره جګړې کوي او زه په دې ډېر خوشاله يم 224 00:15:50,097 --> 00:15:52,530 خلک له ما پوښتنه کوي 225 00:15:52,180 --> 00:15:55,947 زما په لارښوونه کې خاص څه وو 226 00:15:56,023 --> 00:16:02,923 چي ملاله يې زړوره، باجرئته، خولوره او درنه کړه 227 00:16:03,274 --> 00:16:09,374 زه ورته وايم، دا مه پوښته چي څه مي وکړل 228 00:16:09,057 --> 00:16:13,190 دا و پوښته چي څه مي و نه کړل 229 00:16:12,680 --> 00:16:16,380 ما د دې وزر ور ونه تړل 230 00:16:16,398 --> 00:16:18,465 بس همدومره مي وکړل 231 00:16:18,531 --> 00:16:22,207 له تاسې ډېره مننه 232 00:16:22,207 --> 00:16:25,883 مننه ډېره مننه 233 00:16:25,883 --> 00:16:29,559 ژباړه: بارکوال مياخېل