0:00:09.632,0:00:19.265 په ډېرو نرواکو او قبايلي ټولنو کې 0:00:19.265,0:00:21.962 پلرونه معمولاً په زامنو پېژندل کېږي 0:00:24.347,0:00:26.732 خو زه يو له هغو څو پلرونو يم 0:00:25.972,0:00:27.088 چي د خپلې لور په نامه پېژندل کېږي[br] 0:00:27.088,0:00:30.088 او زه په دې وياړم 0:00:30.088,0:00:34.132 (چـــــکچــــکــــې) 0:00:36.351,0:00:39.839 ملالې د تعليم لپاره مبارزه پيل کړه 0:00:39.435,0:00:42.001 او په ٢٠٠٧م کې د خپل حق لپاره را پاڅېده 0:00:44.567,0:00:47.135 او چي هڅې يې په ٢٠١١م کال کې وستايل شوې 0:00:45.098,0:00:49.998 او د سولې قومي ايوارډ ورکړل شو 0:00:49.689,0:00:52.992 او په خپل هېواد کې د ډېرې کم عمره [br] 0:00:52.992,0:00:55.992 نجلۍ په توګه و پېژندل شوه 0:00:55.992,0:00:58.959 تر هغه مخکې دا زما لور وه 0:00:58.768,0:01:01.535 خو اوس زه د دې پلار يم 0:01:02.744,0:01:04.104 ښاغليو آغليو![br] 0:01:04.104,0:01:07.104 که موږ انساني تاريخ و ګورو 0:01:07.104,0:01:08.104 د ښځې داستان 0:01:07.918,0:01:13.718 د ښځې داستان د ستم او تېري 0:01:13.849,0:01:16.144 د نابرابرۍ 0:01:16.144,0:01:19.144 تشدد او محروميت داستان دى 0:01:19.144,0:01:22.765 تاسې و ګورئ! 0:01:22.765,0:01:26.386 په نرواکو ټولنو کې 0:01:26.386,0:01:30.008 بنسټيزو حقونو ته پام وکړئ 0:01:29.367,0:01:32.767 کله چي يوه نجلۍ و زېږي 0:01:31.810,0:01:36.710 پر زېږېدو يې خوشالي نه کېږي 0:01:36.671,0:01:39.571 نړۍ ته د راتګ هرکلى يې نه کېږي 0:01:38.390,0:01:42.557 نه د پلار او نه هم د مور له خوا 0:01:41.386,0:01:43.779 څنګلوري راځي 0:01:43.779,0:01:46.779 له مور سره خواخوږي کوي 0:01:46.779,0:01:50.012 او پلار ته هيڅوک هم مبارکي نه ورکوي 0:01:50.563,0:01:55.830 او مور يې ځان ډېر ناارامه ګڼي 0:01:55.820,0:01:59.587 چي ګواکې لور يې زېږولې ده 0:02:00.246,0:02:03.570 کله يې چي لومړى اولاد نجلۍ وي[br] 0:02:03.570,0:02:06.570 لور و زېږوي، نو غمجنه شي 0:02:06.570,0:02:10.836 کله چي دويمه هم لور و زېږوي 0:02:10.650,0:02:13.150 نو ټکان و خوري 0:02:12.598,0:02:16.398 او چي د زوى په هيله يې 0:02:16.107,0:02:19.874 دريمه لور و زېږي 0:02:18.937,0:02:23.237 نو ځان د مجرمې غوندې ګناهګاره ګڼي 0:02:25.027,0:02:28.127 نه يواځې يې مور ستونځې ګالي 0:02:27.458,0:02:31.858 لور يې هم، زېږولې لور يې هم 0:02:31.760,0:02:32.760 چي لويه شي 0:02:32.760,0:02:34.503 ستونځې ګالي 0:02:34.503,0:02:37.697 چي لا پينځه کلنه وي 0:02:37.018,0:02:40.085 او بايد ښوونځي ته لاړه شي 0:02:39.832,0:02:42.132 دا په کور کې ناسته وي 0:02:41.720,0:02:45.553 او وروڼه يې په ښوونځي کې داخل شي 0:02:45.246,0:02:48.487 تر دوولس کلنۍ يې لا ژوند 0:02:48.487,0:02:51.487 ښه وي 0:02:51.487,0:02:52.487 شوخي کولاى ش 0:02:52.487,0:02:55.077 له خوندکيو سره 0:02:55.077,0:02:57.577 په کوڅو کې شاوخوا ګرځېداى شي 0:02:56.250,0:03:00.983 لکه پتنګ 0:03:01.072,0:03:05.372 خو چي پېغلتوب يې پيل شي 0:03:04.993,0:03:07.726 چي کله دا ديارلس کلنه شي 0:03:07.311,0:03:10.144 نو له نارينه محافظ پرته يې 0:03:10.603,0:03:14.536 له کوره پر وتلو بنديز و لګېږي 0:03:14.513,0:03:19.613 د کور په څلورو دېوالونو کې بندۍ شي 0:03:19.591,0:03:24.958 دا نوره يوه ازاده انسانه نه وي 0:03:24.887,0:03:33.220 دا د خپل پلار، ورور او کورنۍ [br]تش په نامه پت او عزت وګرځي 0:03:32.602,0:03:40.269 او که دا له دې تش په نامه عزته سرغړونه وکړي 0:03:39.846,0:03:43.213 نو حتى وژل کېداى هم شي 0:03:43.183,0:03:49.750 او دا هم ډېره جالبه ده چي دا تش په نامه پت 0:03:49.743,0:03:53.643 نه يواځې د نجلۍ ژوند اغېزمنوي 0:03:53.622,0:03:59.089 د کورنۍ د نارينوو ژوند هم اغېزمنوي 0:03:59.725,0:04:02.392 زه يوه کورنۍ پېژنم 0:04:02.559,0:04:06.492 اووه خويندې دي، يو ورور يې دى 0:04:07.014,0:04:12.181 او هغه يو ورور يې، د خليج هېوادونو مسافر دى 0:04:12.097,0:04:16.863 د خپلو اوو خويندو، مور و پلار د ساتنې لپاره 0:04:17.009,0:04:22.976 ځکه دى فکر کوي، چي دا به سپکاوى وي 0:04:23.409,0:04:28.142 که يې اووه خويندې تعليم او هنر زده کړي[br]او له کوره دباندې ووځي 0:04:27.951,0:04:31.484 او ځان ته څه پيسې و ګټي 0:04:30.912,0:04:37.712 نو دغه ورور د خپل ژوند خوند قربانوي 0:04:37.488,0:04:40.821 او د خويندو خوشالي په اوبو لاهو کوي 0:04:40.162,0:04:45.162 د تش په نامه پت او عزت د قربانۍ پر ډګر 0:04:44.091,0:04:49.391 او د نرواکې ټولنې يو بل دود دى 0:04:48.894,0:04:51.927 چي اطاعت او فرمانبرداري بلل کېږي 0:04:53.451,0:04:58.884 يوه ښه نجلۍ هغه نجلۍ ګڼل کېږي 0:04:57.415,0:05:01.815 چي ډېره پټخولې، ډېره عاجزه 0:05:01.778,0:05:05.978 او ډېره د خبرې منونکې وي 0:05:05.514,0:05:11.847 دا يو نرخ دى چي اصيله نجلۍ [br]بايد ډېره پټخولې وي 0:05:11.873,0:05:16.440 دا مجبوره وي چي پټه خوله و اوسي 0:05:14.361,0:05:21.928 او د خپل پلار، مور او مشرانو پرېکړه ومني 0:05:21.593,0:05:25.426 حتى که يې خوښه هم نه وي 0:05:25.233,0:05:29.000 که دا داسې چاته ودېږي چي خوښ يې نه وي 0:05:28.413,0:05:33.180 او که پر زاړه سړي ودېږي، بايد ويې مني 0:05:32.796,0:05:37.596 ځکه دا نه غواړي چي سرغړوونکې وبلل شي 0:05:37.907,0:05:41.240 که په کم عمرۍ ودېږي بايد ويې مني 0:05:41.077,0:05:44.444 که نه وي سپين سترګې او نامنونکې به بلل کېږي 0:05:44.556,0:05:47.056 او نتيجه يې څه وي؟ 0:05:47.137,0:05:56.804 يوه شاعره وايي: نجلۍ ودېږي، مجبورېږي[br]او بيا ډېر زامن او لوڼې راوړي 0:05:57.687,0:06:00.587 او دا عجيبه د ملنډو يو حالت دى 0:06:00.371,0:06:02.638 دغه مور خپلې لور ته هم 0:06:02.766,0:06:04.699 د ځان غوندې د اطاعت درس ورکوي 0:06:06.850,0:06:10.583 او زوى ته هم د غيرت همدغه درس ورکوي 0:06:10.695,0:06:16.495 او د شومو ارمانونو دا پهيه روانه- روانه وي 0:06:15.319,0:06:19.686 ښاغليو او آغليو! 0:06:19.628,0:06:26.128 د ميلينونو مېرمنو دا بد حالت بدلېداى شي 0:06:26.055,0:06:29.122 که موږ لږ بېل فکر وکړو 0:06:29.059,0:06:32.592 که ښځه او نارينه لږ بېل فکر وکړي 0:06:32.207,0:06:39.640 که نارينه او ښځه په نرواکو- قبايلي ټولنو کې[br]په پرمختلونکيو هېوادونو کې 0:06:39.179,0:06:45.946 که دوى د خپلې کورنۍ او ټولنې[br]ځينې [تاواني] دودونه ماتولاى شي 0:06:45.798,0:06:51.831 که دوى توپيري قوانين له منځه يوسي 0:06:51.548,0:06:55.481 چي د دوى د هېوادونو د نظامونو برخه دي 0:06:54.680,0:07:00.180 او د ښځو د اساسي حقونو خلاف دي 0:07:00.486,0:07:03.319 ګرانو ورورڼو او خويندو! 0:07:03.303,0:07:06.170 ملاله چي زېږېدلې وه 0:07:05.434,0:07:13.134 په لومړي ځل ___ باور وکړئ[br]له زړه وايم نوى زېږېدلى ماشوم مي نه خوښېږي 0:07:12.193,0:07:14.893 هـــاهـــاهـــا 0:07:14.669,0:07:18.236 خو زه چي ورغلم او د دې سترګې مي وليدې 0:07:17.814,0:07:20.514 باور وکړئ 0:07:20.351,0:07:24.318 ډېر زيات وياړ مي وکړ 0:07:23.331,0:07:26.898 او د دې تر زوکړې ډېر مخکې 0:07:26.538,0:07:29.438 ما د دې پر نامه فکر کاوه 0:07:29.355,0:07:36.788 او زما زړه د افغانستان د ازادۍ د جګړې[br]له اتلې سره تړلى وو 0:07:36.629,0:07:41.829 چي د ميوند ملالۍ نومېدله 0:07:40.812,0:07:45.479 او ما پر خپلې لور همدغه نوم کښېښوو 0:07:45.516,0:07:50.849 د ملالې تر زېږېدو څو ورځې وروسته 0:07:50.650,0:07:56.417 زما يو تربور زموږ کور ته راغى[br]او دا هسې يو ناڅاپي خبره وه 0:07:55.991,0:07:59.958 ده زموږ د ټبر شجره راوړه 0:07:59.860,0:08:02.893 د يوسفزيو د ټبر شجره 0:08:02.757,0:08:06.157 ما چي دغه شجره وکتله 0:08:06.085,0:08:12.285 زموږ د تېرو درې سوه کلونو[br]د پلرونو- نيکونو نومونه پکې ليکلي وو 0:08:11.266,0:08:16.033 خو ما چي وکتل، ټول سړي وو 0:08:16.006,0:08:19.239 ما خپل قلم را واخيست 0:08:18.680,0:08:21.347 زما له نامه مي کرښه و ايستله 0:08:21.018,0:08:25.318 او ومي ليکل: ملاله 0:08:25.693,0:08:28.493 او کله چي دا لږ را لويه شوه 0:08:28.170,0:08:31.837 چي لا د څلورنيمو کلونو وه 0:08:31.789,0:08:35.789 نو ما پخپل ښوونځي کې داخله کړه 0:08:35.337,0:08:40.870 تاسې به واياست چي ولې په ښوونځي کې [br]د نجلۍ د داخلېدو ذکر کوم 0:08:40.472,0:08:43.706 هو، دا يادونه زه بايد وکړم 0:08:43.035,0:08:46.003 کېداى شي دا يو ساده رسمي کار وي 0:08:45.306,0:08:49.573 په کينېډا، امريکا او ډېرو پرمختلليو وطنو کې 0:08:49.392,0:08:52.825 خو په غريبو هېوادونو کې 0:08:52.561,0:08:55.628 په نرواکو او قبايلي ټولنو کې 0:08:55.789,0:08:59.722 دا د نجلۍ د ژوند يوه ډېره لويه پېښه ده 0:08:59.698,0:09:02.831 په ښوونځي کې داخلېدل، مانا 0:09:02.736,0:09:08.169 د نجلۍ خپل ځان او خپل نوم پېژندل 0:09:08.071,0:09:16.238 په ښوونځي کې داخلېدل مانا[br]دا د خوبونو او الهامونو نړۍ ته داخله شوه 0:09:16.259,0:09:19.959 چي هلته دا له خپل استعداده کار اخيستلاى شي 0:09:19.523,0:09:22.490 د خپل راتلونکي ژوند لپاره 0:09:21.984,0:09:25.151 زما پينځه خويندې دي 0:09:25.087,0:09:28.287 خو يوې هم ښوونځى نه دى ويلى 0:09:28.196,0:09:32.396 تاسې به حيران ياست _ کله چي ما فارم ډکاوه 0:09:32.282,0:09:37.815 دوې اوونۍ مخکې چي مي[br]د کېنېډا د ويزې فارم ډکاوه 0:09:37.815,0:09:41.548 او ما په فارم کې د خپلې کورنۍ برخه ډکوله 0:09:41.162,0:09:48.429 ماته د خپلو ځينو خويندو نومونه نه را يادېدل 0:09:48.333,0:09:58.800 ځکه چي ما کله هم د خپلو خويندو نومونه[br]په ليکلې بڼه پر هيڅ کوم کاغذ نه وو ليدلي 0:09:59.208,0:10:02.775 همدغه سبب وو، چي 0:10:02.808,0:10:06.208 ما خپله لور قدرمنه راکړه 0:10:06.089,0:10:12.589 څه چي زما پلار زما خويندو ته[br]يانې خپلو لوڼو ته ور نه کړل 0:10:12.443,0:10:16.476 زه فکر کوم، زه يې بايد ضرور بدل کړم 0:10:16.578,0:10:23.178 ما به د خپلې لور استعداد او ځيرکتيا ستايل 0:10:23.291,0:10:28.458 ما به دا هڅوله چي له ما سره کښېني[br]چي زما ملګري به ماته راتلل 0:10:26.017,0:10:28.150 ما هڅوله چي مختلفو غونډو ته راسره لاړه شي 0:10:27.799,0:10:31.632 ما هڅوله چي مختلفو غونډو ته راسره لاړه شي 0:10:31.511,0:10:37.444 او داسې ټول ارزښتونه، ما غوښتل [br]چي د دې د شخصيت برخه شي 0:10:36.979,0:10:40.879 او دا يواځې دا، يواځې ملاله نه وه 0:10:40.863,0:10:48.296 ما دغه ټول غوره ارزښتونه، د خپل ښوونځي [br]نجونو او هلکانو زده کوونکو ته هم ور و سپارل 0:10:48.128,0:10:52.228 ما تعليم د ازادۍ لپاره و کاراوه 0:10:52.269,0:11:00.636 ما خپلو نجونو شاګردانو ته درس ورکړ، [br]چي د اطاعت او غلامۍ سبق هېر کړي 0:11:00.779,0:11:04.712 ما خپلو هلکانو شاګردانو ته درس ورکړ 0:11:04.478,0:11:11.311 چي د تش په نامه درواغجن پت سبق هېر کړي 0:11:12.327,0:11:17.994 ګرانو وروڼو او خويندو! 0:11:18.504,0:11:22.571 موږ د ښځو د لا نورو حقونو لپاره مبارزه کوله 0:11:22.009,0:11:30.309 او موږ هڅه کوله چي په ټولنه کې[br]د ښځې لپاره نور او نور ځاى پيدا کړو 0:11:30.265,0:11:33.865 خو موږ له يوه نوي رجحان سره مخامخ شوو 0:11:33.073,0:11:39.440 چي د انساني حقونو، خصوصاً [br]د ښځو د حقونو لپاره مرګونى وو 0:11:39.269,0:11:44.036 او هغه رجحان طالبانيت نومېږي 0:11:44.183,0:11:50.316 مانا دا چي د ښځې د برخې اخيستو بشپړ مخنيوى 0:11:50.196,0:11:56.229 په ټولو سياسي، اقتصادي او ټولنيزو چارو کې 0:11:56.193,0:11:59.960 سلګونه ښوونځي په بمونو والوځول شول 0:11:59.901,0:12:04.934 ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخنيوى وشو 0:12:05.654,0:12:09.687 په ښځو په زوره چادرۍ واغوستل شوې 0:12:09.453,0:12:12.853 او بازار ته پر تلو يې بنديز ولګېد 0:12:13.063,0:12:15.663 موسيقاران پټه خوله کړاى شول 0:12:15.673,0:12:18.206 نجونې په لښتو- په دُرو و وهل شوې 0:12:17.656,0:12:20.856 او سندرغاړي و وژل شول 0:12:20.863,0:12:25.663 ميلينونه خلک رنځېدل، خو ځينو ږغ اوچت کړ 0:12:25.930,0:12:28.563 او دا ډېر ډاروونکى حالت وو 0:12:28.464,0:12:33.764 چي شاوخوا ته داسې خلک وي 0:12:33.826,0:12:42.026 چي خلک وژني، په دُرو يې وهي او ته [br]د خپل حق خبره وکړې، دا ډېر ډاروونکى وخت وي 0:12:42.169,0:12:50.636 ملاله په لس کلنۍ کې را پاڅېده[br]او د تعليم د حق لپاره را پاڅېده 0:12:50.442,0:12:55.542 دې د بي بي سي د بلاګ لپاره ډايري وليکله 0:12:55.467,0:13:01.334 دې د نيويارک ټايمز په ډاکومينټريو کې [br]پخپله خوښه برخه واخيسته 0:13:00.582,0:13:05.515 او په هر ځاى کې چي امکان وو، خبره يې وکړه 0:13:05.697,0:13:09.530 او د دې ږغ ډېر زورور ږغ وو 0:13:09.590,0:13:15.957 لکه ازانګه په ټوله نړۍ کې خپره شوه 0:13:17.319,0:13:23.052 ځکه نو طالبانو د دې مبارزه نه شواى زغملاى 0:13:22.979,0:13:31.012 او پر ٩ نومبر ٢٠١٢م له نيژدې [br]پر سر په ډزو و ويشتل شوه 0:13:31.005,0:13:35.872 دا زما کورنۍ او ماته د محشر ورځ وه 0:13:35.894,0:13:40.861 نړۍ راته په لويې تيارې خونې بدله شوه 0:13:41.081,0:13:46.014 هغه وخت چي لور مي د مرګ او ژوند تر منځ وه 0:13:46.259,0:13:50.159 زه د خپلې مېرمنې پر غوږ ور پرېوتم 0:13:50.635,0:13:57.202 زما او ستا له لور سره چي څه وشول[br]آيا دا زما ملامتيا نه ده؟ 0:13:56.403,0:13:59.370 دې سمدستي راته وويل 0:13:59.987,0:14:02.554 مهرباني وکه ته ولې ځان ملامتوې 0:14:02.126,0:14:05.626 ته خو د ښه کار لپاره را پاڅېدې 0:14:05.695,0:14:11.828 تا خو خپل ژوند له ريښتيا، امن [br]او تعليم سره پيوند کړ 0:14:11.918,0:14:16.385 او لور دي له تا الهام واخيست، ستا ملګرې شوه 0:14:16.695,0:14:21.228 ستاسې دواړو لاره سمه وه[br]او خداى به دا و ژغوري 0:14:21.138,0:14:24.905 دغو څو توريو ماته ډېره مانا لرله 0:14:25.100,0:14:28.267 او دا پوښتنه مي بيا ترې ونه کړه 0:14:29.070,0:14:32.870 ملاله چي په روغتون کې وه 0:14:32.793,0:14:36.460 او دا په شديد درد اخته وه 0:14:36.712,0:14:39.212 سر يې شديد دردونه کول 0:14:39.101,0:14:42.401 ځکه چي د مخ رګونه يې غوڅ وو 0:14:42.695,0:14:48.362 ما ليدل د مېرمنې پر مخ مي تور سيورى خپور وو 0:14:50.073,0:14:52.673 خـو 0:14:51.498,0:14:55.831 لور مي هيڅ شکايت ونه کړ 0:14:56.336,0:14:58.036 دې موږ ته ويل، چي 0:14:57.972,0:15:02.772 زه له دې کږې موسکا او بې حسې څېرې سره ښه يم 0:15:02.935,0:15:05.402 زه به ښه شم ګورئ تاسې اندېښنه مه کوئ 0:15:05.301,0:15:10.601 دا موږ ته يو ډاډ وه او موږ ته يې تسلي راکړه 0:15:12.353,0:15:16.120 ګرانو وروڼو او خويندو! 0:15:16.384,0:15:22.251 موږ له دې زده کړل، چي په سختۍ کې[br]څوک څنګه بايد هيله من و اوسي 0:15:21.430,0:15:25.263 خوشالېږم چي له تاسې سره دا خبره شريکوم 0:15:25.301,0:15:33.701 ملاله، پرته له دې چي د ماشومانو [br]او د ښځو د حقونو لپاره يو مثال ده 0:15:31.117,0:15:33.650 دا د هرې شپاړس کلنې نجلۍ غوندې نجلۍ ده 0:15:34.139,0:15:38.672 دا د هرې شپاړس کلنې نجلۍ غوندې نجلۍ ده 0:15:38.910,0:15:44.710 دا ژاړي چي د کور کار يې نه وي کړى 0:15:44.715,0:15:49.815 دا له خپلو وروڼو سره جګړې کوي [br]او زه په دې ډېر خوشاله يم 0:15:50.097,0:15:52.530 خلک له ما پوښتنه کوي 0:15:52.180,0:15:55.947 زما په لارښوونه کې خاص څه وو 0:15:56.023,0:16:02.923 چي ملاله يې زړوره، باجرئته، [br]خولوره او درنه کړه 0:16:03.274,0:16:09.374 زه ورته وايم، دا مه پوښته چي څه مي وکړل 0:16:09.057,0:16:13.190 دا و پوښته چي څه مي و نه کړل 0:16:12.680,0:16:16.380 ما د دې وزر ور ونه تړل 0:16:16.398,0:16:18.465 بس همدومره مي وکړل 0:16:18.531,0:16:22.207 له تاسې ډېره مننه 0:16:22.207,0:16:25.883 مننه ډېره مننه 0:16:25.883,0:16:29.559 ژباړه: بارکوال مياخېل