ددې سټیج مخې ته ددې ټولو خلکو مخې ته څه کوئ؟ (په خندا) منډه کړئ! (په خندا) اوس منډه کړئ. دا زما د اندیښنو خبرې دي که څه هم هیڅ خبره نشته زه کله کله دا فشاري حس د تاثیر لاندې راځم لکه په دې کونج کې چې کوم خطر متوجه وي یو څو کاله وړاندې، په ما کې اندیښنه او خفګان تشخیص شوی وو چې دا داړه حالتونه خوا په خوا وي اوس، دا هغه وخت وو چې ما هیچا ته نه ویلې په ځانګړې توګه دومره خلکو مخکې د یو تورپوستې به حیث په دې برخه کې مې بریالیتوب تر لاسه کړی لکه زما په ټولنه کې د نورو خلکو په څير ما سره داسې نا سمه مفکوره وه چې ژور خفګان د کمزورۍ نښه ده او د شخصیت یو منفي ټکی خو زه کمزوری نه وم، زه یوه لوړ هدف ترلاسه کونکی وم ما په رسنیزو مطالعو کې ماستري اغستې او فلمي او تلویزیوني صنعت کې مې په لوړو دنددو کار کړی دی ما د ډير کار له امله د ایمي جایزې هم اغستي دقیقا، ما ډير وخت مصرف کړی وو هغه څه څخه چې خوند مې ځيني اغسته، پکې لیواله نه وم لږ خوراک به مې کوه بې خوبۍ به ځوریدم او یواځې او ګوښه احساس مې کاوه خو ژور خفګان؟ نا، زه نه یم څو اونیو کې په دې بریالۍ شوم چې دا ومنم خو ډاکټرانو هم سم ویلې زه په ژور خفګان اخته وم تر اوسه، ما خپل تشخیص باره کې هیچا ته نه دي ویلي زه ډيره شرمیدم ما فکر کاوه چې د خفګان حق نه لرم ما یوه مینه ناکې کورنۍ سره یوې ښې دندې څخه برخمنه وم او لکه مې چې نا ویونکې ډار باره کې فکر کاوه کوم چې زما نیکونو په دې هیواد کې تیر کړي نو اوس زه خوشبخته یم زما شرمیدل نور هم پسې ژور لاړل زه د هغوی په اوږو بار وم زه څنګه هغوی پاتې راولم؟ ما به خپل سر بره نیوه مسکا به مې کوله او هیچا ته مې نه ویل د ۲۰۱۳ کال جولایي میاشت کې زما ژوند کې بدلون راغی هغه ورځ وه چې مور مې راته زنګ ووهه او راته یی وویل چې زما ۲۲ کلن وراره، پال، خپل ژوند له لاسه ورکړ څو کلونو ژوند خفګان او اندیښنو څخه له جګړې وروسته هاغسې حالاتو باره کې ویلو لپاره لغاتونه نه لرم چې بیان يې کړم پال او زه ډير سره نزدې وو خو ما هیڅ فکر نه کاوه چې هغه له څه ځوریږي او مونږ هم هیڅکله یو بل ته دې باره کې څه ویلي ول شرم مونږ دواړه چپ کړي وو نو له هاغسې حالاتو سره مخ کیدو لپاره لارې لرم راتلونکي دوه کلونه مې د خفګان او اندیښنو سره مبارزه کې څیړنې وکړې او هغه څه مې پیدا کړل چې حیرانونکي وي د روغتیا نړیوال سازمان یو راپور کې ویلي چې ژور خفګان د ناروغۍ او معیوبیت سبب ګرځي خو بیا د ژور خفګان سبب روښانه نه دی څیړنو ښودلې چې عصبي ګډوډي لږ تر لږه د مغزو په یوه برخه کې د کمیاوي موادو ګډوډي وي او یا کوم ارثي دلیل ولري نو ځان په اسانۍ ترې نه شئ خلاصولی د تور پوستو امریکایانو لپاره د نژاد پرستۍ او ټولنیز اقتصادي توپیرونه د نورو په پرتله شل سلنه زیات تور پوستي په عصبي ګډوډۍ اخته کیږي او بیا د سپین پوستو په پرتله ۵۰ سلنه يې د درملنې څخه ګټه اخلي. ددې یو دلیل شرم دی دری شپیته سلنه تور پوستي امریکایان په غلطۍ ژور خفګان کمزوري ګڼي بدبختانه، په تیرو ۲۰ کلونو کې د ماشومانو ځان وژنه دوه چنده شوې ده نو اوس ښه خبره دلته دا ده اویا سلنه خلک د ژور خفګان سره مبارزې لپاره له تراپي، درملنې او درملو څخه ګټه اخلي له دې مالوماتو خبریدو وروسته ما یوه پریکړه وکړه زه به نوره چپ نه شم زما د کورنۍ په برکت زه به خپله کیسه شریکوم تر څو ملي بحث برخه وګرځي یو ملګری کیلی پيير لیوس ویلي قوي اوسیدل مونږ وژني هغې سم ویلي مونږ باید هغه زاړه روایتونه پریږدو چې تورې پوستې قوي ښځې او تکړه تور پوستي ځلمیان څوک، که هر څو ځله هغوی وغورځول شي نو ایسته يې لرې کړئ احساس درلودل د کمزورۍ نښه نه ده احساس درلودل د انسانیت نښه ده او کله چې له انسانیته منکریږو نو له دننه څخه خالي کیږو ځان لپاره تداوي کوو تر څو دا خالي ګاه ډکه کړو زما درملنه یوه غټه لاسته راوړنه وه په دې ورځو کې زه خپله کیسه په ازادانه ډوله نورو سره شریکوم او له هغوی غواړم خپلې راسره شریکې کړي زما په فکر همدا يې لاره ده چې هغه خلکوسره چې چپتیا کې ځوریږي او هغوی ته احساس ورکړو چې یواځې نه دي او چې پوه شي مرسته کولی شي دا مرض دوا کړي زه اوس هم خپلې هڅې جاري ساتم په ځانګړې توګه خپلو اندیښو سره. خو زه کولای شم اداره يې کړم د هره ورځ درملو، یوګا او روغتیایي پرهیز په مرسته (په خندا) که فکر وکړم چې شیان مارپیچې کیږي نو خپل تیراپست سره ګورم یوه تکړه تورپوستې ښځه ډاکټره چې ډام ارمسټرانګ نومیږي چې یو طبیعي حس او اشنایي لري چې دا زما لپاره ارامونکې ده زه تل پښیماني څرګندوم چې زه ولې خپل وراره سره هلته نه وم خو زه د زړه دا هیله لرم چې زه خپلو زده کړو نه نورو ته څه ورزده کړم ژوند ډير ښایسته دی کله کله ګډوډیږي خو تل ناڅاپي وي خو هر څه به سم شي کله چې خپل سیستم له لارې مرسته وکړې زه هیله لرم که بار مو ډیر دروند شو نو له یو چا به مرسته وغواړې. مننه