[ک. سارګسیان]
ما د ټډ ټاکس ژباړې هغه وخت پېل کړې
چې کله مې د خپلو خوبونو د رښتیا کولو په اړه د ولیم کاموامبا وینا واورېده.
او بیا مې د دې وینا په اړه خپل زوي سره خبرې وکړې.
زما په خبره د هغه یقین نه راتلو. هغه وېل، ''نو هغه خو ښوونځی په نیمه کې پرېښی و.''
"هغه ته به انګریزي هم نه ورځي. نو داسې کار به هغه څنګه کولی شي."
نو ځکه ما ورته ووېل، "زه دا وینا ژباړه کوم."
"زه غواړم چې هغه دا وینا ټکي په ټکي ولولي."
[ډبلیو. ډېوس]
ژبه صرف د ټکو ټولګه نه ده
یا صرف د ګرامري اصولو مجموعه نه ده.
ژبه د انسان د روح یوه برېښنا ده.
ژبه هغه ذریعه ده چې له لارې يې یو کلتور
مادي نړۍ ته ځان ورپېژني.
په ټډ کې زمونږ ټول کار تر شا هم دغه مشن دی،
دا چې فکرونه خپاره کړم.
او که د ستاسو موخه د فکرونو خپرونه وي، نو داسې وخت راځي چې،
تا ته مخامخ یو خنډ ودریږي: دا خنډ د انګریزي ژبې وي.
زمونږ د کار کلیدي مقصد خلکو په مېنځ کې پېوستون پېدا کول دي.
داسې ډېر زیات خلک شته
چې د ټولو خلکو له پاره ښه اینده جوړولو کې رول لوبولی شي.
که مونږ دوي په خپل دې کار کې راګډ نه کړو نو لیونتوب به کوو.
[کې. اپارټل]
ما د ټډ ټاکس وېناوې ځکه ولیکلې
چې کاڼو خلکو له پاره سب ټایټل (څېرمه سرلیکونه) جوړ کړم،
او په مقصد مې هم ژباړه کړې چې د نورو هېوادونو خلک يې ولولي.
خامخا به داسې یو کس مومی
چې د یوې وېنا په اړه دومره زیاته جذبه لري چې
زړه به يې غواړي چې د خپلې خوښې وېنا د هغه په خپله ژبه کې شتون ولري. .
لومړی، ما د ټډ وېناوې خپلې خور له پاره ژباړلې.
هغه زما مور پلار سره وسیږي
زما د خپل هېواد قازقستان په یوه واړه ښارګوټي کې.
او هغې ته د نړۍ په اړه د معلوماتو او د زدکړې ترلاسه کولو ډېرې لږې موقعې ملاویږي.
خو بیا وروسته، ما محسوسه کړه چې دا کار صرف زما د کورنۍ له پاره نه دی.
هر څوک چې ازبکي ژبه وايي، د دغه وېناوو نه ګټه اخېستلی شي.
[اېم. پېجل]
لکه څنګه چې مرغیو له پاره وزرو د هوا کره خلاصه کړه چې ګټه ترې واخلي،
هغه شان ژبې انسان له د یو بل سره د ګډکار مېدان خلاص کړو چې یو بل ته ګټه ورسوي.
زمونږ ټول وېناوال د خپلو علمي مېدانونو په لومړیو قطارونو کې دي،
او ځکه خو د ژبې په لومړیو قطارونو کې هم دي،
هغوي ډېر داسې اصطلاحات کاروي چې تاسو يې په قاموس کې نه شی موندلی.
د یوې ټډ وېنا ژباړه په حقیقت کې ډېره زیاته څېړنه غواړي.
د یوې ټډ ټاک په ژباړه د لګېدلي وخت تکیه په دې ده چې دا وېنا څومره تکنیکي ده او ته څومره ټکي په قاموس کې لټوی
کېدی شي د یوې وېنا په ژباړه ۱۰ ساعته ولګي.
زه لومړی د وېناوال په اړه لوستنې وکړم، د هغه کتابونه ولولم،
چې په دې لارې ما ته هغه د خبرو پوره متن ښکاره شي،
د ژباړونکو دغې ټولګې د وجې،
ناڅاپه مونږ د سترو فکرونو د موندنې وړتیا پېدا کړې
او د دې فکرونو سرچېنه کومه یوه ژبه هم کېدی شي
او د ژباړې له لارې يې مونږ د انګریزي ویونکې نړۍ ته راولو
او بیا يې نورو نړیو ته ورسوو.
زه ژباړه ځکه کوم چې نور خلک دغه فکرونو ته لاس رسی ولري.
د ټډ ټاکس د وېناوو ژباړه د ډېرو خلکو د سخاوت یو عمل دی،
چې یواځې علم شریکوي،
په دې مقصد چې خلکو ته الهام وربخښي، او د څو خلکو په زړونو کې د امېد رڼا پېدا کړي.
دا په نړۍ کې ډېر څه ته بدلون وربخښي.