زما لور: ملاله
-
0:10 - 0:19په ډېرو نرواکو او قبايلي ټولنو کې
-
0:19 - 0:22پلرونه معمولاً په زامنو پېژندل کېږي
-
0:24 - 0:27خو زه يو له هغو څو پلرونو يم
-
0:26 - 0:27چي د خپلې لور په نامه پېژندل کېږي
-
0:27 - 0:30او زه په دې وياړم
-
0:30 - 0:34(چـــــکچــــکــــې)
-
0:36 - 0:40ملالې د تعليم لپاره مبارزه پيل کړه
-
0:39 - 0:42او په ٢٠٠٧م کې د خپل حق لپاره را پاڅېده
-
0:45 - 0:47او چي هڅې يې په ٢٠١١م کال کې وستايل شوې
-
0:45 - 0:50او د سولې قومي ايوارډ ورکړل شو
-
0:50 - 0:53او په خپل هېواد کې د ډېرې کم عمره
-
0:53 - 0:56نجلۍ په توګه و پېژندل شوه
-
0:56 - 0:59تر هغه مخکې دا زما لور وه
-
0:59 - 1:02خو اوس زه د دې پلار يم
-
1:03 - 1:04ښاغليو آغليو!
-
1:04 - 1:07که موږ انساني تاريخ و ګورو
-
1:07 - 1:08د ښځې داستان
-
1:08 - 1:14د ښځې داستان د ستم او تېري
-
1:14 - 1:16د نابرابرۍ
-
1:16 - 1:19تشدد او محروميت داستان دى
-
1:19 - 1:23تاسې و ګورئ!
-
1:23 - 1:26په نرواکو ټولنو کې
-
1:26 - 1:30بنسټيزو حقونو ته پام وکړئ
-
1:29 - 1:33کله چي يوه نجلۍ و زېږي
-
1:32 - 1:37پر زېږېدو يې خوشالي نه کېږي
-
1:37 - 1:40نړۍ ته د راتګ هرکلى يې نه کېږي
-
1:38 - 1:43نه د پلار او نه هم د مور له خوا
-
1:41 - 1:44څنګلوري راځي
-
1:44 - 1:47له مور سره خواخوږي کوي
-
1:47 - 1:50او پلار ته هيڅوک هم مبارکي نه ورکوي
-
1:51 - 1:56او مور يې ځان ډېر ناارامه ګڼي
-
1:56 - 2:00چي ګواکې لور يې زېږولې ده
-
2:00 - 2:04کله يې چي لومړى اولاد نجلۍ وي
-
2:04 - 2:07لور و زېږوي، نو غمجنه شي
-
2:07 - 2:11کله چي دويمه هم لور و زېږوي
-
2:11 - 2:13نو ټکان و خوري
-
2:13 - 2:16او چي د زوى په هيله يې
-
2:16 - 2:20دريمه لور و زېږي
-
2:19 - 2:23نو ځان د مجرمې غوندې ګناهګاره ګڼي
-
2:25 - 2:28نه يواځې يې مور ستونځې ګالي
-
2:27 - 2:32لور يې هم، زېږولې لور يې هم
-
2:32 - 2:33چي لويه شي
-
2:33 - 2:35ستونځې ګالي
-
2:35 - 2:38چي لا پينځه کلنه وي
-
2:37 - 2:40او بايد ښوونځي ته لاړه شي
-
2:40 - 2:42دا په کور کې ناسته وي
-
2:42 - 2:46او وروڼه يې په ښوونځي کې داخل شي
-
2:45 - 2:48تر دوولس کلنۍ يې لا ژوند
-
2:48 - 2:51ښه وي
-
2:51 - 2:52شوخي کولاى ش
-
2:52 - 2:55له خوندکيو سره
-
2:55 - 2:58په کوڅو کې شاوخوا ګرځېداى شي
-
2:56 - 3:01لکه پتنګ
-
3:01 - 3:05خو چي پېغلتوب يې پيل شي
-
3:05 - 3:08چي کله دا ديارلس کلنه شي
-
3:07 - 3:10نو له نارينه محافظ پرته يې
-
3:11 - 3:15له کوره پر وتلو بنديز و لګېږي
-
3:15 - 3:20د کور په څلورو دېوالونو کې بندۍ شي
-
3:20 - 3:25دا نوره يوه ازاده انسانه نه وي
-
3:25 - 3:33دا د خپل پلار، ورور او کورنۍ
تش په نامه پت او عزت وګرځي -
3:33 - 3:40او که دا له دې تش په نامه عزته سرغړونه وکړي
-
3:40 - 3:43نو حتى وژل کېداى هم شي
-
3:43 - 3:50او دا هم ډېره جالبه ده چي دا تش په نامه پت
-
3:50 - 3:54نه يواځې د نجلۍ ژوند اغېزمنوي
-
3:54 - 3:59د کورنۍ د نارينوو ژوند هم اغېزمنوي
-
4:00 - 4:02زه يوه کورنۍ پېژنم
-
4:03 - 4:06اووه خويندې دي، يو ورور يې دى
-
4:07 - 4:12او هغه يو ورور يې، د خليج هېوادونو مسافر دى
-
4:12 - 4:17د خپلو اوو خويندو، مور و پلار د ساتنې لپاره
-
4:17 - 4:23ځکه دى فکر کوي، چي دا به سپکاوى وي
-
4:23 - 4:28که يې اووه خويندې تعليم او هنر زده کړي
او له کوره دباندې ووځي -
4:28 - 4:31او ځان ته څه پيسې و ګټي
-
4:31 - 4:38نو دغه ورور د خپل ژوند خوند قربانوي
-
4:37 - 4:41او د خويندو خوشالي په اوبو لاهو کوي
-
4:40 - 4:45د تش په نامه پت او عزت د قربانۍ پر ډګر
-
4:44 - 4:49او د نرواکې ټولنې يو بل دود دى
-
4:49 - 4:52چي اطاعت او فرمانبرداري بلل کېږي
-
4:53 - 4:59يوه ښه نجلۍ هغه نجلۍ ګڼل کېږي
-
4:57 - 5:02چي ډېره پټخولې، ډېره عاجزه
-
5:02 - 5:06او ډېره د خبرې منونکې وي
-
5:06 - 5:12دا يو نرخ دى چي اصيله نجلۍ
بايد ډېره پټخولې وي -
5:12 - 5:16دا مجبوره وي چي پټه خوله و اوسي
-
5:14 - 5:22او د خپل پلار، مور او مشرانو پرېکړه ومني
-
5:22 - 5:25حتى که يې خوښه هم نه وي
-
5:25 - 5:29که دا داسې چاته ودېږي چي خوښ يې نه وي
-
5:28 - 5:33او که پر زاړه سړي ودېږي، بايد ويې مني
-
5:33 - 5:38ځکه دا نه غواړي چي سرغړوونکې وبلل شي
-
5:38 - 5:41که په کم عمرۍ ودېږي بايد ويې مني
-
5:41 - 5:44که نه وي سپين سترګې او نامنونکې به بلل کېږي
-
5:45 - 5:47او نتيجه يې څه وي؟
-
5:47 - 5:57يوه شاعره وايي: نجلۍ ودېږي، مجبورېږي
او بيا ډېر زامن او لوڼې راوړي -
5:58 - 6:01او دا عجيبه د ملنډو يو حالت دى
-
6:00 - 6:03دغه مور خپلې لور ته هم
-
6:03 - 6:05د ځان غوندې د اطاعت درس ورکوي
-
6:07 - 6:11او زوى ته هم د غيرت همدغه درس ورکوي
-
6:11 - 6:16او د شومو ارمانونو دا پهيه روانه- روانه وي
-
6:15 - 6:20ښاغليو او آغليو!
-
6:20 - 6:26د ميلينونو مېرمنو دا بد حالت بدلېداى شي
-
6:26 - 6:29که موږ لږ بېل فکر وکړو
-
6:29 - 6:33که ښځه او نارينه لږ بېل فکر وکړي
-
6:32 - 6:40که نارينه او ښځه په نرواکو- قبايلي ټولنو کې
په پرمختلونکيو هېوادونو کې -
6:39 - 6:46که دوى د خپلې کورنۍ او ټولنې
ځينې [تاواني] دودونه ماتولاى شي -
6:46 - 6:52که دوى توپيري قوانين له منځه يوسي
-
6:52 - 6:55چي د دوى د هېوادونو د نظامونو برخه دي
-
6:55 - 7:00او د ښځو د اساسي حقونو خلاف دي
-
7:00 - 7:03ګرانو ورورڼو او خويندو!
-
7:03 - 7:06ملاله چي زېږېدلې وه
-
7:05 - 7:13په لومړي ځل ___ باور وکړئ
له زړه وايم نوى زېږېدلى ماشوم مي نه خوښېږي -
7:12 - 7:15هـــاهـــاهـــا
-
7:15 - 7:18خو زه چي ورغلم او د دې سترګې مي وليدې
-
7:18 - 7:21باور وکړئ
-
7:20 - 7:24ډېر زيات وياړ مي وکړ
-
7:23 - 7:27او د دې تر زوکړې ډېر مخکې
-
7:27 - 7:29ما د دې پر نامه فکر کاوه
-
7:29 - 7:37او زما زړه د افغانستان د ازادۍ د جګړې
له اتلې سره تړلى وو -
7:37 - 7:42چي د ميوند ملالۍ نومېدله
-
7:41 - 7:45او ما پر خپلې لور همدغه نوم کښېښوو
-
7:46 - 7:51د ملالې تر زېږېدو څو ورځې وروسته
-
7:51 - 7:56زما يو تربور زموږ کور ته راغى
او دا هسې يو ناڅاپي خبره وه -
7:56 - 8:00ده زموږ د ټبر شجره راوړه
-
8:00 - 8:03د يوسفزيو د ټبر شجره
-
8:03 - 8:06ما چي دغه شجره وکتله
-
8:06 - 8:12زموږ د تېرو درې سوه کلونو
د پلرونو- نيکونو نومونه پکې ليکلي وو -
8:11 - 8:16خو ما چي وکتل، ټول سړي وو
-
8:16 - 8:19ما خپل قلم را واخيست
-
8:19 - 8:21زما له نامه مي کرښه و ايستله
-
8:21 - 8:25او ومي ليکل: ملاله
-
8:26 - 8:28او کله چي دا لږ را لويه شوه
-
8:28 - 8:32چي لا د څلورنيمو کلونو وه
-
8:32 - 8:36نو ما پخپل ښوونځي کې داخله کړه
-
8:35 - 8:41تاسې به واياست چي ولې په ښوونځي کې
د نجلۍ د داخلېدو ذکر کوم -
8:40 - 8:44هو، دا يادونه زه بايد وکړم
-
8:43 - 8:46کېداى شي دا يو ساده رسمي کار وي
-
8:45 - 8:50په کينېډا، امريکا او ډېرو پرمختلليو وطنو کې
-
8:49 - 8:53خو په غريبو هېوادونو کې
-
8:53 - 8:56په نرواکو او قبايلي ټولنو کې
-
8:56 - 9:00دا د نجلۍ د ژوند يوه ډېره لويه پېښه ده
-
9:00 - 9:03په ښوونځي کې داخلېدل، مانا
-
9:03 - 9:08د نجلۍ خپل ځان او خپل نوم پېژندل
-
9:08 - 9:16په ښوونځي کې داخلېدل مانا
دا د خوبونو او الهامونو نړۍ ته داخله شوه -
9:16 - 9:20چي هلته دا له خپل استعداده کار اخيستلاى شي
-
9:20 - 9:22د خپل راتلونکي ژوند لپاره
-
9:22 - 9:25زما پينځه خويندې دي
-
9:25 - 9:28خو يوې هم ښوونځى نه دى ويلى
-
9:28 - 9:32تاسې به حيران ياست _ کله چي ما فارم ډکاوه
-
9:32 - 9:38دوې اوونۍ مخکې چي مي
د کېنېډا د ويزې فارم ډکاوه -
9:38 - 9:42او ما په فارم کې د خپلې کورنۍ برخه ډکوله
-
9:41 - 9:48ماته د خپلو ځينو خويندو نومونه نه را يادېدل
-
9:48 - 9:59ځکه چي ما کله هم د خپلو خويندو نومونه
په ليکلې بڼه پر هيڅ کوم کاغذ نه وو ليدلي -
9:59 - 10:03همدغه سبب وو، چي
-
10:03 - 10:06ما خپله لور قدرمنه راکړه
-
10:06 - 10:13څه چي زما پلار زما خويندو ته
يانې خپلو لوڼو ته ور نه کړل -
10:12 - 10:16زه فکر کوم، زه يې بايد ضرور بدل کړم
-
10:17 - 10:23ما به د خپلې لور استعداد او ځيرکتيا ستايل
-
10:23 - 10:28ما به دا هڅوله چي له ما سره کښېني
چي زما ملګري به ماته راتلل -
10:26 - 10:28ما هڅوله چي مختلفو غونډو ته راسره لاړه شي
-
10:28 - 10:32ما هڅوله چي مختلفو غونډو ته راسره لاړه شي
-
10:32 - 10:37او داسې ټول ارزښتونه، ما غوښتل
چي د دې د شخصيت برخه شي -
10:37 - 10:41او دا يواځې دا، يواځې ملاله نه وه
-
10:41 - 10:48ما دغه ټول غوره ارزښتونه، د خپل ښوونځي
نجونو او هلکانو زده کوونکو ته هم ور و سپارل -
10:48 - 10:52ما تعليم د ازادۍ لپاره و کاراوه
-
10:52 - 11:01ما خپلو نجونو شاګردانو ته درس ورکړ،
چي د اطاعت او غلامۍ سبق هېر کړي -
11:01 - 11:05ما خپلو هلکانو شاګردانو ته درس ورکړ
-
11:04 - 11:11چي د تش په نامه درواغجن پت سبق هېر کړي
-
11:12 - 11:18ګرانو وروڼو او خويندو!
-
11:19 - 11:23موږ د ښځو د لا نورو حقونو لپاره مبارزه کوله
-
11:22 - 11:30او موږ هڅه کوله چي په ټولنه کې
د ښځې لپاره نور او نور ځاى پيدا کړو -
11:30 - 11:34خو موږ له يوه نوي رجحان سره مخامخ شوو
-
11:33 - 11:39چي د انساني حقونو، خصوصاً
د ښځو د حقونو لپاره مرګونى وو -
11:39 - 11:44او هغه رجحان طالبانيت نومېږي
-
11:44 - 11:50مانا دا چي د ښځې د برخې اخيستو بشپړ مخنيوى
-
11:50 - 11:56په ټولو سياسي، اقتصادي او ټولنيزو چارو کې
-
11:56 - 12:00سلګونه ښوونځي په بمونو والوځول شول
-
12:00 - 12:05ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخنيوى وشو
-
12:06 - 12:10په ښځو په زوره چادرۍ واغوستل شوې
-
12:09 - 12:13او بازار ته پر تلو يې بنديز ولګېد
-
12:13 - 12:16موسيقاران پټه خوله کړاى شول
-
12:16 - 12:18نجونې په لښتو- په دُرو و وهل شوې
-
12:18 - 12:21او سندرغاړي و وژل شول
-
12:21 - 12:26ميلينونه خلک رنځېدل، خو ځينو ږغ اوچت کړ
-
12:26 - 12:29او دا ډېر ډاروونکى حالت وو
-
12:28 - 12:34چي شاوخوا ته داسې خلک وي
-
12:34 - 12:42چي خلک وژني، په دُرو يې وهي او ته
د خپل حق خبره وکړې، دا ډېر ډاروونکى وخت وي -
12:42 - 12:51ملاله په لس کلنۍ کې را پاڅېده
او د تعليم د حق لپاره را پاڅېده -
12:50 - 12:56دې د بي بي سي د بلاګ لپاره ډايري وليکله
-
12:55 - 13:01دې د نيويارک ټايمز په ډاکومينټريو کې
پخپله خوښه برخه واخيسته -
13:01 - 13:06او په هر ځاى کې چي امکان وو، خبره يې وکړه
-
13:06 - 13:10او د دې ږغ ډېر زورور ږغ وو
-
13:10 - 13:16لکه ازانګه په ټوله نړۍ کې خپره شوه
-
13:17 - 13:23ځکه نو طالبانو د دې مبارزه نه شواى زغملاى
-
13:23 - 13:31او پر ٩ نومبر ٢٠١٢م له نيژدې
پر سر په ډزو و ويشتل شوه -
13:31 - 13:36دا زما کورنۍ او ماته د محشر ورځ وه
-
13:36 - 13:41نړۍ راته په لويې تيارې خونې بدله شوه
-
13:41 - 13:46هغه وخت چي لور مي د مرګ او ژوند تر منځ وه
-
13:46 - 13:50زه د خپلې مېرمنې پر غوږ ور پرېوتم
-
13:51 - 13:57زما او ستا له لور سره چي څه وشول
آيا دا زما ملامتيا نه ده؟ -
13:56 - 13:59دې سمدستي راته وويل
-
14:00 - 14:03مهرباني وکه ته ولې ځان ملامتوې
-
14:02 - 14:06ته خو د ښه کار لپاره را پاڅېدې
-
14:06 - 14:12تا خو خپل ژوند له ريښتيا، امن
او تعليم سره پيوند کړ -
14:12 - 14:16او لور دي له تا الهام واخيست، ستا ملګرې شوه
-
14:17 - 14:21ستاسې دواړو لاره سمه وه
او خداى به دا و ژغوري -
14:21 - 14:25دغو څو توريو ماته ډېره مانا لرله
-
14:25 - 14:28او دا پوښتنه مي بيا ترې ونه کړه
-
14:29 - 14:33ملاله چي په روغتون کې وه
-
14:33 - 14:36او دا په شديد درد اخته وه
-
14:37 - 14:39سر يې شديد دردونه کول
-
14:39 - 14:42ځکه چي د مخ رګونه يې غوڅ وو
-
14:43 - 14:48ما ليدل د مېرمنې پر مخ مي تور سيورى خپور وو
-
14:50 - 14:53خـو
-
14:51 - 14:56لور مي هيڅ شکايت ونه کړ
-
14:56 - 14:58دې موږ ته ويل، چي
-
14:58 - 15:03زه له دې کږې موسکا او بې حسې څېرې سره ښه يم
-
15:03 - 15:05زه به ښه شم ګورئ تاسې اندېښنه مه کوئ
-
15:05 - 15:11دا موږ ته يو ډاډ وه او موږ ته يې تسلي راکړه
-
15:12 - 15:16ګرانو وروڼو او خويندو!
-
15:16 - 15:22موږ له دې زده کړل، چي په سختۍ کې
څوک څنګه بايد هيله من و اوسي -
15:21 - 15:25خوشالېږم چي له تاسې سره دا خبره شريکوم
-
15:25 - 15:34ملاله، پرته له دې چي د ماشومانو
او د ښځو د حقونو لپاره يو مثال ده -
15:31 - 15:34دا د هرې شپاړس کلنې نجلۍ غوندې نجلۍ ده
-
15:34 - 15:39دا د هرې شپاړس کلنې نجلۍ غوندې نجلۍ ده
-
15:39 - 15:45دا ژاړي چي د کور کار يې نه وي کړى
-
15:45 - 15:50دا له خپلو وروڼو سره جګړې کوي
او زه په دې ډېر خوشاله يم -
15:50 - 15:53خلک له ما پوښتنه کوي
-
15:52 - 15:56زما په لارښوونه کې خاص څه وو
-
15:56 - 16:03چي ملاله يې زړوره، باجرئته،
خولوره او درنه کړه -
16:03 - 16:09زه ورته وايم، دا مه پوښته چي څه مي وکړل
-
16:09 - 16:13دا و پوښته چي څه مي و نه کړل
-
16:13 - 16:16ما د دې وزر ور ونه تړل
-
16:16 - 16:18بس همدومره مي وکړل
-
16:19 - 16:22له تاسې ډېره مننه
-
16:22 - 16:26مننه ډېره مننه
-
16:26 - 16:30ژباړه: بارکوال مياخېل
- Title:
- زما لور: ملاله
- Speaker:
- ضياءالدين يوسفزى
- Description:
-
پاکستانى د تعليمي چارو کارپوه ضياءالدين يوسفزى د هغو سپينو خبرو يادونه کوي، چي ډېر خلک يې اورېدل نه غواړي: ټول سړي او ښځې د يو ډول تعليم، خپلواکۍ او د شخصيت پېژندنې حق لري. هغه د خپل ژوند او د خپلې لور د ژوند داستان اوروي. ملاله، چي ښوونځي ته د تګ له امله د ٢٠١٢م کال په نومبر کې طالبانو په ډزو و ويشته. "زما لور ولې دومره پياوړې ده؟" يوسفزى پوښتنه کوي، "ځکه چي ما د دې وزر ور ونه تړل".
- Video Language:
- English
- Team:
- closed TED
- Project:
- TEDTalks
- Duration:
- 16:36
TED Translators admin approved Pashto subtitles for My daughter, Malala | ||
TED Translators admin accepted Pashto subtitles for My daughter, Malala | ||
Abid Riaz edited Pashto subtitles for My daughter, Malala | ||
Abid Riaz edited Pashto subtitles for My daughter, Malala | ||
Abid Riaz edited Pashto subtitles for My daughter, Malala | ||
Amaranta Heredia Jaén approved Pashto subtitles for My daughter, Malala | ||
Amaranta Heredia Jaén rejected Pashto subtitles for My daughter, Malala | ||
Abid Riaz accepted Pashto subtitles for My daughter, Malala |