WEBVTT 00:00:09.632 --> 00:00:19.265 په ډېرو نرواکو او قبايلي ټولنو کې 00:00:19.265 --> 00:00:21.962 پلرونه معمولاً په زامنو پېژندل کېږي 00:00:24.347 --> 00:00:26.732 خو زه يو له هغو څو پلرونو يم NOTE Paragraph 00:00:25.972 --> 00:00:27.088 چي د خپلې لور په نامه پېژندل کېږي 00:00:27.088 --> 00:00:30.088 او زه په دې وياړم 00:00:30.088 --> 00:00:34.132 (چـــــکچــــکــــې) 00:00:36.351 --> 00:00:39.839 ملالې د تعليم لپاره مبارزه پيل کړه 00:00:39.435 --> 00:00:42.001 او په ٢٠٠٧م کې د خپل حق لپاره را پاڅېده 00:00:44.567 --> 00:00:47.135 او چي هڅې يې په ٢٠١١م کال کې وستايل شوې 00:00:45.098 --> 00:00:49.998 او د سولې قومي ايوارډ ورکړل شو 00:00:49.689 --> 00:00:52.992 او په خپل هېواد کې د ډېرې کم عمره 00:00:52.992 --> 00:00:55.992 نجلۍ په توګه و پېژندل شوه 00:00:55.992 --> 00:00:58.959 تر هغه مخکې دا زما لور وه 00:00:58.768 --> 00:01:01.535 خو اوس زه د دې پلار يم 00:01:02.744 --> 00:01:04.104 ښاغليو آغليو! 00:01:04.104 --> 00:01:07.104 که موږ انساني تاريخ و ګورو 00:01:07.104 --> 00:01:08.104 د ښځې داستان 00:01:07.918 --> 00:01:13.718 د ښځې داستان د ستم او تېري 00:01:13.849 --> 00:01:16.144 د نابرابرۍ 00:01:16.144 --> 00:01:19.144 تشدد او محروميت داستان دى 00:01:19.144 --> 00:01:22.765 تاسې و ګورئ! 00:01:22.765 --> 00:01:26.386 په نرواکو ټولنو کې 00:01:26.386 --> 00:01:30.008 بنسټيزو حقونو ته پام وکړئ 00:01:29.367 --> 00:01:32.767 کله چي يوه نجلۍ و زېږي 00:01:31.810 --> 00:01:36.710 پر زېږېدو يې خوشالي نه کېږي 00:01:36.671 --> 00:01:39.571 نړۍ ته د راتګ هرکلى يې نه کېږي 00:01:38.390 --> 00:01:42.557 نه د پلار او نه هم د مور له خوا 00:01:41.386 --> 00:01:43.779 څنګلوري راځي 00:01:43.779 --> 00:01:46.779 له مور سره خواخوږي کوي 00:01:46.779 --> 00:01:50.012 او پلار ته هيڅوک هم مبارکي نه ورکوي 00:01:50.563 --> 00:01:55.830 او مور يې ځان ډېر ناارامه ګڼي 00:01:55.820 --> 00:01:59.587 چي ګواکې لور يې زېږولې ده 00:02:00.246 --> 00:02:03.570 کله يې چي لومړى اولاد نجلۍ وي 00:02:03.570 --> 00:02:06.570 لور و زېږوي، نو غمجنه شي 00:02:06.570 --> 00:02:10.836 کله چي دويمه هم لور و زېږوي 00:02:10.650 --> 00:02:13.150 نو ټکان و خوري 00:02:12.598 --> 00:02:16.398 او چي د زوى په هيله يې 00:02:16.107 --> 00:02:19.874 دريمه لور و زېږي 00:02:18.937 --> 00:02:23.237 نو ځان د مجرمې غوندې ګناهګاره ګڼي 00:02:25.027 --> 00:02:28.127 نه يواځې يې مور ستونځې ګالي 00:02:27.458 --> 00:02:31.858 لور يې هم، زېږولې لور يې هم 00:02:31.760 --> 00:02:32.760 چي لويه شي 00:02:32.760 --> 00:02:34.503 ستونځې ګالي 00:02:34.503 --> 00:02:37.697 چي لا پينځه کلنه وي 00:02:37.018 --> 00:02:40.085 او بايد ښوونځي ته لاړه شي 00:02:39.832 --> 00:02:42.132 دا په کور کې ناسته وي 00:02:41.720 --> 00:02:45.553 او وروڼه يې په ښوونځي کې داخل شي 00:02:45.246 --> 00:02:48.487 تر دوولس کلنۍ يې لا ژوند 00:02:48.487 --> 00:02:51.487 ښه وي 00:02:51.487 --> 00:02:52.487 شوخي کولاى ش 00:02:52.487 --> 00:02:55.077 له خوندکيو سره 00:02:55.077 --> 00:02:57.577 په کوڅو کې شاوخوا ګرځېداى شي 00:02:56.250 --> 00:03:00.983 لکه پتنګ 00:03:01.072 --> 00:03:05.372 خو چي پېغلتوب يې پيل شي 00:03:04.993 --> 00:03:07.726 چي کله دا ديارلس کلنه شي 00:03:07.311 --> 00:03:10.144 نو له نارينه محافظ پرته يې 00:03:10.603 --> 00:03:14.536 له کوره پر وتلو بنديز و لګېږي 00:03:14.513 --> 00:03:19.613 د کور په څلورو دېوالونو کې بندۍ شي 00:03:19.591 --> 00:03:24.958 دا نوره يوه ازاده انسانه نه وي 00:03:24.887 --> 00:03:33.220 دا د خپل پلار، ورور او کورنۍ تش په نامه پت او عزت وګرځي 00:03:32.602 --> 00:03:40.269 او که دا له دې تش په نامه عزته سرغړونه وکړي 00:03:39.846 --> 00:03:43.213 نو حتى وژل کېداى هم شي 00:03:43.183 --> 00:03:49.750 او دا هم ډېره جالبه ده چي دا تش په نامه پت 00:03:49.743 --> 00:03:53.643 نه يواځې د نجلۍ ژوند اغېزمنوي 00:03:53.622 --> 00:03:59.089 د کورنۍ د نارينوو ژوند هم اغېزمنوي 00:03:59.725 --> 00:04:02.392 زه يوه کورنۍ پېژنم 00:04:02.559 --> 00:04:06.492 اووه خويندې دي، يو ورور يې دى 00:04:07.014 --> 00:04:12.181 او هغه يو ورور يې، د خليج هېوادونو مسافر دى 00:04:12.097 --> 00:04:16.863 د خپلو اوو خويندو، مور و پلار د ساتنې لپاره 00:04:17.009 --> 00:04:22.976 ځکه دى فکر کوي، چي دا به سپکاوى وي 00:04:23.409 --> 00:04:28.142 که يې اووه خويندې تعليم او هنر زده کړي او له کوره دباندې ووځي 00:04:27.951 --> 00:04:31.484 او ځان ته څه پيسې و ګټي 00:04:30.912 --> 00:04:37.712 نو دغه ورور د خپل ژوند خوند قربانوي 00:04:37.488 --> 00:04:40.821 او د خويندو خوشالي په اوبو لاهو کوي 00:04:40.162 --> 00:04:45.162 د تش په نامه پت او عزت د قربانۍ پر ډګر 00:04:44.091 --> 00:04:49.391 او د نرواکې ټولنې يو بل دود دى 00:04:48.894 --> 00:04:51.927 چي اطاعت او فرمانبرداري بلل کېږي 00:04:53.451 --> 00:04:58.884 يوه ښه نجلۍ هغه نجلۍ ګڼل کېږي 00:04:57.415 --> 00:05:01.815 چي ډېره پټخولې، ډېره عاجزه 00:05:01.778 --> 00:05:05.978 او ډېره د خبرې منونکې وي 00:05:05.514 --> 00:05:11.847 دا يو نرخ دى چي اصيله نجلۍ بايد ډېره پټخولې وي 00:05:11.873 --> 00:05:16.440 دا مجبوره وي چي پټه خوله و اوسي 00:05:14.361 --> 00:05:21.928 او د خپل پلار، مور او مشرانو پرېکړه ومني 00:05:21.593 --> 00:05:25.426 حتى که يې خوښه هم نه وي 00:05:25.233 --> 00:05:29.000 که دا داسې چاته ودېږي چي خوښ يې نه وي 00:05:28.413 --> 00:05:33.180 او که پر زاړه سړي ودېږي، بايد ويې مني 00:05:32.796 --> 00:05:37.596 ځکه دا نه غواړي چي سرغړوونکې وبلل شي 00:05:37.907 --> 00:05:41.240 که په کم عمرۍ ودېږي بايد ويې مني 00:05:41.077 --> 00:05:44.444 که نه وي سپين سترګې او نامنونکې به بلل کېږي 00:05:44.556 --> 00:05:47.056 او نتيجه يې څه وي؟ 00:05:47.137 --> 00:05:56.804 يوه شاعره وايي: نجلۍ ودېږي، مجبورېږي او بيا ډېر زامن او لوڼې راوړي 00:05:57.687 --> 00:06:00.587 او دا عجيبه د ملنډو يو حالت دى 00:06:00.371 --> 00:06:02.638 دغه مور خپلې لور ته هم 00:06:02.766 --> 00:06:04.699 د ځان غوندې د اطاعت درس ورکوي 00:06:06.850 --> 00:06:10.583 او زوى ته هم د غيرت همدغه درس ورکوي 00:06:10.695 --> 00:06:16.495 او د شومو ارمانونو دا پهيه روانه- روانه وي 00:06:15.319 --> 00:06:19.686 ښاغليو او آغليو! 00:06:19.628 --> 00:06:26.128 د ميلينونو مېرمنو دا بد حالت بدلېداى شي 00:06:26.055 --> 00:06:29.122 که موږ لږ بېل فکر وکړو 00:06:29.059 --> 00:06:32.592 که ښځه او نارينه لږ بېل فکر وکړي 00:06:32.207 --> 00:06:39.640 که نارينه او ښځه په نرواکو- قبايلي ټولنو کې په پرمختلونکيو هېوادونو کې 00:06:39.179 --> 00:06:45.946 که دوى د خپلې کورنۍ او ټولنې ځينې [تاواني] دودونه ماتولاى شي 00:06:45.798 --> 00:06:51.831 که دوى توپيري قوانين له منځه يوسي 00:06:51.548 --> 00:06:55.481 چي د دوى د هېوادونو د نظامونو برخه دي 00:06:54.680 --> 00:07:00.180 او د ښځو د اساسي حقونو خلاف دي 00:07:00.486 --> 00:07:03.319 ګرانو ورورڼو او خويندو! 00:07:03.303 --> 00:07:06.170 ملاله چي زېږېدلې وه 00:07:05.434 --> 00:07:13.134 په لومړي ځل ___ باور وکړئ له زړه وايم نوى زېږېدلى ماشوم مي نه خوښېږي 00:07:12.193 --> 00:07:14.893 هـــاهـــاهـــا 00:07:14.669 --> 00:07:18.236 خو زه چي ورغلم او د دې سترګې مي وليدې 00:07:17.814 --> 00:07:20.514 باور وکړئ 00:07:20.351 --> 00:07:24.318 ډېر زيات وياړ مي وکړ 00:07:23.331 --> 00:07:26.898 او د دې تر زوکړې ډېر مخکې 00:07:26.538 --> 00:07:29.438 ما د دې پر نامه فکر کاوه 00:07:29.355 --> 00:07:36.788 او زما زړه د افغانستان د ازادۍ د جګړې له اتلې سره تړلى وو 00:07:36.629 --> 00:07:41.829 چي د ميوند ملالۍ نومېدله 00:07:40.812 --> 00:07:45.479 او ما پر خپلې لور همدغه نوم کښېښوو 00:07:45.516 --> 00:07:50.849 د ملالې تر زېږېدو څو ورځې وروسته 00:07:50.650 --> 00:07:56.417 زما يو تربور زموږ کور ته راغى او دا هسې يو ناڅاپي خبره وه 00:07:55.991 --> 00:07:59.958 ده زموږ د ټبر شجره راوړه 00:07:59.860 --> 00:08:02.893 د يوسفزيو د ټبر شجره 00:08:02.757 --> 00:08:06.157 ما چي دغه شجره وکتله 00:08:06.085 --> 00:08:12.285 زموږ د تېرو درې سوه کلونو د پلرونو- نيکونو نومونه پکې ليکلي وو 00:08:11.266 --> 00:08:16.033 خو ما چي وکتل، ټول سړي وو 00:08:16.006 --> 00:08:19.239 ما خپل قلم را واخيست 00:08:18.680 --> 00:08:21.347 زما له نامه مي کرښه و ايستله 00:08:21.018 --> 00:08:25.318 او ومي ليکل: ملاله 00:08:25.693 --> 00:08:28.493 او کله چي دا لږ را لويه شوه 00:08:28.170 --> 00:08:31.837 چي لا د څلورنيمو کلونو وه 00:08:31.789 --> 00:08:35.789 نو ما پخپل ښوونځي کې داخله کړه 00:08:35.337 --> 00:08:40.870 تاسې به واياست چي ولې په ښوونځي کې د نجلۍ د داخلېدو ذکر کوم 00:08:40.472 --> 00:08:43.706 هو، دا يادونه زه بايد وکړم 00:08:43.035 --> 00:08:46.003 کېداى شي دا يو ساده رسمي کار وي 00:08:45.306 --> 00:08:49.573 په کينېډا، امريکا او ډېرو پرمختلليو وطنو کې 00:08:49.392 --> 00:08:52.825 خو په غريبو هېوادونو کې 00:08:52.561 --> 00:08:55.628 په نرواکو او قبايلي ټولنو کې 00:08:55.789 --> 00:08:59.722 دا د نجلۍ د ژوند يوه ډېره لويه پېښه ده 00:08:59.698 --> 00:09:02.831 په ښوونځي کې داخلېدل، مانا 00:09:02.736 --> 00:09:08.169 د نجلۍ خپل ځان او خپل نوم پېژندل 00:09:08.071 --> 00:09:16.238 په ښوونځي کې داخلېدل مانا دا د خوبونو او الهامونو نړۍ ته داخله شوه 00:09:16.259 --> 00:09:19.959 چي هلته دا له خپل استعداده کار اخيستلاى شي 00:09:19.523 --> 00:09:22.490 د خپل راتلونکي ژوند لپاره 00:09:21.984 --> 00:09:25.151 زما پينځه خويندې دي 00:09:25.087 --> 00:09:28.287 خو يوې هم ښوونځى نه دى ويلى 00:09:28.196 --> 00:09:32.396 تاسې به حيران ياست _ کله چي ما فارم ډکاوه 00:09:32.282 --> 00:09:37.815 دوې اوونۍ مخکې چي مي د کېنېډا د ويزې فارم ډکاوه 00:09:37.815 --> 00:09:41.548 او ما په فارم کې د خپلې کورنۍ برخه ډکوله 00:09:41.162 --> 00:09:48.429 ماته د خپلو ځينو خويندو نومونه نه را يادېدل 00:09:48.333 --> 00:09:58.800 ځکه چي ما کله هم د خپلو خويندو نومونه په ليکلې بڼه پر هيڅ کوم کاغذ نه وو ليدلي 00:09:59.208 --> 00:10:02.775 همدغه سبب وو، چي 00:10:02.808 --> 00:10:06.208 ما خپله لور قدرمنه راکړه 00:10:06.089 --> 00:10:12.589 څه چي زما پلار زما خويندو ته يانې خپلو لوڼو ته ور نه کړل 00:10:12.443 --> 00:10:16.476 زه فکر کوم، زه يې بايد ضرور بدل کړم 00:10:16.578 --> 00:10:23.178 ما به د خپلې لور استعداد او ځيرکتيا ستايل 00:10:23.291 --> 00:10:28.458 ما به دا هڅوله چي له ما سره کښېني چي زما ملګري به ماته راتلل 00:10:26.017 --> 00:10:28.150 ما هڅوله چي مختلفو غونډو ته راسره لاړه شي 00:10:27.799 --> 00:10:31.632 ما هڅوله چي مختلفو غونډو ته راسره لاړه شي 00:10:31.511 --> 00:10:37.444 او داسې ټول ارزښتونه، ما غوښتل چي د دې د شخصيت برخه شي 00:10:36.979 --> 00:10:40.879 او دا يواځې دا، يواځې ملاله نه وه 00:10:40.863 --> 00:10:48.296 ما دغه ټول غوره ارزښتونه، د خپل ښوونځي نجونو او هلکانو زده کوونکو ته هم ور و سپارل 00:10:48.128 --> 00:10:52.228 ما تعليم د ازادۍ لپاره و کاراوه 00:10:52.269 --> 00:11:00.636 ما خپلو نجونو شاګردانو ته درس ورکړ، چي د اطاعت او غلامۍ سبق هېر کړي 00:11:00.779 --> 00:11:04.712 ما خپلو هلکانو شاګردانو ته درس ورکړ 00:11:04.478 --> 00:11:11.311 چي د تش په نامه درواغجن پت سبق هېر کړي 00:11:12.327 --> 00:11:17.994 ګرانو وروڼو او خويندو! 00:11:18.504 --> 00:11:22.571 موږ د ښځو د لا نورو حقونو لپاره مبارزه کوله 00:11:22.009 --> 00:11:30.309 او موږ هڅه کوله چي په ټولنه کې د ښځې لپاره نور او نور ځاى پيدا کړو 00:11:30.265 --> 00:11:33.865 خو موږ له يوه نوي رجحان سره مخامخ شوو 00:11:33.073 --> 00:11:39.440 چي د انساني حقونو، خصوصاً د ښځو د حقونو لپاره مرګونى وو 00:11:39.269 --> 00:11:44.036 او هغه رجحان طالبانيت نومېږي 00:11:44.183 --> 00:11:50.316 مانا دا چي د ښځې د برخې اخيستو بشپړ مخنيوى 00:11:50.196 --> 00:11:56.229 په ټولو سياسي، اقتصادي او ټولنيزو چارو کې 00:11:56.193 --> 00:11:59.960 سلګونه ښوونځي په بمونو والوځول شول 00:11:59.901 --> 00:12:04.934 ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخنيوى وشو 00:12:05.654 --> 00:12:09.687 په ښځو په زوره چادرۍ واغوستل شوې 00:12:09.453 --> 00:12:12.853 او بازار ته پر تلو يې بنديز ولګېد 00:12:13.063 --> 00:12:15.663 موسيقاران پټه خوله کړاى شول 00:12:15.673 --> 00:12:18.206 نجونې په لښتو- په دُرو و وهل شوې 00:12:17.656 --> 00:12:20.856 او سندرغاړي و وژل شول 00:12:20.863 --> 00:12:25.663 ميلينونه خلک رنځېدل، خو ځينو ږغ اوچت کړ 00:12:25.930 --> 00:12:28.563 او دا ډېر ډاروونکى حالت وو 00:12:28.464 --> 00:12:33.764 چي شاوخوا ته داسې خلک وي 00:12:33.826 --> 00:12:42.026 چي خلک وژني، په دُرو يې وهي او ته د خپل حق خبره وکړې، دا ډېر ډاروونکى وخت وي 00:12:42.169 --> 00:12:50.636 ملاله په لس کلنۍ کې را پاڅېده او د تعليم د حق لپاره را پاڅېده 00:12:50.442 --> 00:12:55.542 دې د بي بي سي د بلاګ لپاره ډايري وليکله 00:12:55.467 --> 00:13:01.334 دې د نيويارک ټايمز په ډاکومينټريو کې پخپله خوښه برخه واخيسته 00:13:00.582 --> 00:13:05.515 او په هر ځاى کې چي امکان وو، خبره يې وکړه 00:13:05.697 --> 00:13:09.530 او د دې ږغ ډېر زورور ږغ وو 00:13:09.590 --> 00:13:15.957 لکه ازانګه په ټوله نړۍ کې خپره شوه 00:13:17.319 --> 00:13:23.052 ځکه نو طالبانو د دې مبارزه نه شواى زغملاى 00:13:22.979 --> 00:13:31.012 او پر ٩ نومبر ٢٠١٢م له نيژدې پر سر په ډزو و ويشتل شوه 00:13:31.005 --> 00:13:35.872 دا زما کورنۍ او ماته د محشر ورځ وه 00:13:35.894 --> 00:13:40.861 نړۍ راته په لويې تيارې خونې بدله شوه 00:13:41.081 --> 00:13:46.014 هغه وخت چي لور مي د مرګ او ژوند تر منځ وه 00:13:46.259 --> 00:13:50.159 زه د خپلې مېرمنې پر غوږ ور پرېوتم 00:13:50.635 --> 00:13:57.202 زما او ستا له لور سره چي څه وشول آيا دا زما ملامتيا نه ده؟ 00:13:56.403 --> 00:13:59.370 دې سمدستي راته وويل 00:13:59.987 --> 00:14:02.554 مهرباني وکه ته ولې ځان ملامتوې 00:14:02.126 --> 00:14:05.626 ته خو د ښه کار لپاره را پاڅېدې 00:14:05.695 --> 00:14:11.828 تا خو خپل ژوند له ريښتيا، امن او تعليم سره پيوند کړ 00:14:11.918 --> 00:14:16.385 او لور دي له تا الهام واخيست، ستا ملګرې شوه 00:14:16.695 --> 00:14:21.228 ستاسې دواړو لاره سمه وه او خداى به دا و ژغوري 00:14:21.138 --> 00:14:24.905 دغو څو توريو ماته ډېره مانا لرله 00:14:25.100 --> 00:14:28.267 او دا پوښتنه مي بيا ترې ونه کړه 00:14:29.070 --> 00:14:32.870 ملاله چي په روغتون کې وه 00:14:32.793 --> 00:14:36.460 او دا په شديد درد اخته وه 00:14:36.712 --> 00:14:39.212 سر يې شديد دردونه کول 00:14:39.101 --> 00:14:42.401 ځکه چي د مخ رګونه يې غوڅ وو 00:14:42.695 --> 00:14:48.362 ما ليدل د مېرمنې پر مخ مي تور سيورى خپور وو 00:14:50.073 --> 00:14:52.673 خـو 00:14:51.498 --> 00:14:55.831 لور مي هيڅ شکايت ونه کړ 00:14:56.336 --> 00:14:58.036 دې موږ ته ويل، چي 00:14:57.972 --> 00:15:02.772 زه له دې کږې موسکا او بې حسې څېرې سره ښه يم 00:15:02.935 --> 00:15:05.402 زه به ښه شم ګورئ تاسې اندېښنه مه کوئ 00:15:05.301 --> 00:15:10.601 دا موږ ته يو ډاډ وه او موږ ته يې تسلي راکړه 00:15:12.353 --> 00:15:16.120 ګرانو وروڼو او خويندو! 00:15:16.384 --> 00:15:22.251 موږ له دې زده کړل، چي په سختۍ کې څوک څنګه بايد هيله من و اوسي 00:15:21.430 --> 00:15:25.263 خوشالېږم چي له تاسې سره دا خبره شريکوم 00:15:25.301 --> 00:15:33.701 ملاله، پرته له دې چي د ماشومانو او د ښځو د حقونو لپاره يو مثال ده 00:15:31.117 --> 00:15:33.650 دا د هرې شپاړس کلنې نجلۍ غوندې نجلۍ ده 00:15:34.139 --> 00:15:38.672 دا د هرې شپاړس کلنې نجلۍ غوندې نجلۍ ده 00:15:38.910 --> 00:15:44.710 دا ژاړي چي د کور کار يې نه وي کړى 00:15:44.715 --> 00:15:49.815 دا له خپلو وروڼو سره جګړې کوي او زه په دې ډېر خوشاله يم 00:15:50.097 --> 00:15:52.530 خلک له ما پوښتنه کوي 00:15:52.180 --> 00:15:55.947 زما په لارښوونه کې خاص څه وو 00:15:56.023 --> 00:16:02.923 چي ملاله يې زړوره، باجرئته، خولوره او درنه کړه 00:16:03.274 --> 00:16:09.374 زه ورته وايم، دا مه پوښته چي څه مي وکړل 00:16:09.057 --> 00:16:13.190 دا و پوښته چي څه مي و نه کړل 00:16:12.680 --> 00:16:16.380 ما د دې وزر ور ونه تړل 00:16:16.398 --> 00:16:18.465 بس همدومره مي وکړل 00:16:18.531 --> 00:16:22.207 له تاسې ډېره مننه 00:16:22.207 --> 00:16:25.883 مننه ډېره مننه 00:16:25.883 --> 00:16:29.559 ژباړه: بارکوال مياخېل